د لاسرسي ځای

په ۲۰۱۱ م کال د ترهګرۍ ضد جګړې مرکز پاکستان وو


د پاکستان په ایبټ آباد کې په هغه کور چې اسامه بن لادن په کې ووژل شو د امریکايي ځانګړو ځواکونو یو هیلي کوپټر دراغورځېدو وروسته کنډکپر پروت دی.۲ مې ۲۰۱۱م کال

د پاکستان په ایبټ آباد کې په هغه کور چې اسامه بن لادن په کې ووژل شو د امریکايي ځانګړو ځواکونو یو هیلي کوپټر دراغورځېدو وروسته کنډکپر پروت دی.۲ مې ۲۰۱۱م کال

د مشال ريډيو د خبر مرکزی څانګۍ د پاکستان کې د ۲۰۰۱ کال د حالاتو رپورټ برابر کړی چې زموږ همکار ګل اياز يي وړاندې کوي.

د اسامه بن لادن وژنه ، سياسی وژنې ، د پولې په کراره سیمو د ډرون او هيلي کاپټرو هوايي بريدونه ، د سخت دريځو نه ختميدونکی تشدد ، د ناټو کاروانونه سوځول ، دا هر څه په ۲۰۱۱ کال کې شوي او دې پيښو سره د ترهګرۍ ضد جګړې مرکز پاکستان ته اوښتی دی.


د امريکا مرستيال ولسمشر جو بايډن د جنوری په مياشت کې د اسلام اباد په سفر د پاکستان په اړه اندېښني څرګندې کړې وې او د ترهګرۍ د مخنيوی لپاره یې نوې لارې وټاکلې.

((موږ پوهېږو ځینې دا باور لري چې د القاعده پرضد امريکا يي جنګ کې موږ په پاکستان جنګ تپلی دی . خو اورپکیتوب نه يواځې د امريکا او پاکستان بلکې د ټولي مهذبې نړی لپاره هم ګواښ راڅېرمه کړی دی.))

خو د کال په وروسیتو کې دا څرګنده شوه چې پاکستان د ترهګری ضد جګړه کې د یو مهم ملګري هیواد پر ځای د د ترهګرۍ ضد جګړې د لومړۍ کرښې هيواد وګرځېدو .

((نن، زما په لارښوونه امريکا د پاکستان د ښار ايبټ اباد په یوه ټاکلي کور هدفي عمليات پيل کړل. د ډزو روستو هغوی اسامه بن لادن وژلو او مړی یې په خپله قبضه کې واخیستو.))

د مې په دويمه نيټه د امريکا ولسمشر باراک اوباما ټولې نړۍ ته د اسامه د وژنې حال ورکړو او په دې سره دا لوبه بدله شوه. د نړۍ له ټولو زيات مطلوب کس په دغه ځای کې نه وو پکار چې په لنډ واټن کې ورته جوخت د پاکستاني پوځ چاوڼۍ پرته ده. پاکستان وار په وار د اسامه د موجودګۍ خبرې رد کړې وې. د امريکا ځواکونو د دې عملياتو نه پاکستان نه وو خبر کړی چې له امله یې خجالت سره مخامخ شو او ولس د پاکستاني خاورې په خلاف ورزي باندې غصه هم ښکاره کړه.

په سيمه ايزه توګه دا پيښه ښکار ثبوت وو چې په پاکستان کې په رښتیا هم د ترهګرو پټن ځايونه دي.

((نړی باید پوه شي چې موږ له دې وړاندې څو څو واره بلکې هره ورځ مو ويلی وو چې د ترهګرۍضد جنګ د افغانستان په کلیو او د افغانانو په کورونو کې ونشي، او په افغانستان کې بې ګناه ماشومانو او ښځو په بمبارۍ کې په وژنو سره دا جنګ نشي ګټل کيدای. د ترهګری ضد جنګ بايد د ترهګرو په پټن ځاينو او د روزني پر مرکزونو وشي. او نن دا خبره ثابته شوه))

دا د افغان ولسمشر حامد کرزی غبرګون وو. هم دغه شان غبرګون د هند لخوا هم څرګند شوی وو، او اندېښنه یې څرګنده کړې وه چې دا سخت دريځي منځني ايشيا ته خوريدای شي. په هم دې مياشت کې په قزاقستان کې په لومړي ځل ځانمرګی بريد هم وشو. ددې بريد ذمه واري د ازبکستان اسلامی غورځنګ په غاړه واخیسته چې له القاعده شبکې سره یې تړاو درلودو.

په سيمه لکه تاجکستان او کرغزستان کې چې څومره کسان نيول شوي دي خغوی ټولو په پاکستان کې د روزنې اخیستو خبره کړې.

په افغانستان کې د بريدونو لويه سرچینه حقاني شبکه ګنل کيږي، چې په پاکستان کې ميشت ده. سیپتمبر مياشت کې د امريکا د ګډو ځواکونو مشر ايډمرل مايک مولن د پاکستان استخباراتي ادارې آی ايس آی له دې شبکې سره د اړيکو خبره کړی وه.

((د پاليسی په توګه د سخت دريځۍ په خپلولو سره د پاکستان حکومت او په ځانګړې توګه د پاکستان پوځ او آی ايس آی نه يواځې سټراتيجيکه همکاري دړې وړې کړې بلکې په سيمه کې يي د پاکستان اثر او احترام هم له لاسه ورکړی دی.))

له دې روستو پيښو هم د پاکستان او امريکا اړيکي اغيزمن کړي دي. په نومبر مياشت کې د ناټو لخوا په مومندو کې د پاکستان پوځي پوستو باندی بريد کې ۲۴ سرتيري ووژل شول.

د پاکستان حکومت په دې بريدونو سخت غبرګون وښودو او د افغانستان په اړه یې د بون په نړيوال کانفرس کې ګډون ونکړو. له دې علاوه افغانستان ته د ناټو سامانونو وړلو لاره یې وټرله، او امريکا ته یې د شمسی هوائی ډګر د خالی کولو مهلت ورکړو.

پارليماني کميټۍ د پاکستان او د امريکا ترمينځه د خفيه تړونو کتنه په داسي حال کوی چې د يو لانجمن خط په سر د پاکستان حکومت او پوځ ترمينځه اختلافات رابرسيره شوي.

په دي خط کي د امريکا نه په پاکستان کې د ممکنه پوځي کودیتاه د مخنیوي لپاره د مرستو غوښتنه شوې وه.

د پاکستان وزيراعظم يوسف رضا ګيلانی په ډسمبر مياشت کې له غرب سره د خپلو اړيکو بيا کتنه تکرار کړې وه.

((موږ په دي ګامونو پورته کولو مجبوره کړی شوي وو چې د پاکستان د ګتو حفاظت وکړو. د يو ذمه وار رياست په توګه پاکستان د سيمي استحکام او د امن لپاره هر څه کولو ته تيار دي. خو هیچا ته به دا اجازه ورنکړو چې د هيواد خود مختاري تر پښو لاندې کړي.))

د روان او ممکنه کودیتا ګنګوسو، د نازک اقتصادي کړکيچ او د وخت له مخه د پارليماني ټاکنو امکان، دې ټولو عناصرو د هيواد دننه سياسی بحران ته هوا ورکړې او په دې لړ کې د ترهګرۍ ضد جګړه کونکو بهرنيو هيوادونو نه هيليه کېږي چې هغوی په ځير سره پاکستان وڅاري.
XS
SM
MD
LG