د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې بلوڅ ډاکتر وژل شوی دی


په بلوچستان کې له کالونو راهیسې حالات خراب دي.
په بلوچستان کې له کالونو راهیسې حالات خراب دي.
نیاز موسا خېل، مشال راډیو

کوټه
- د پاکستان د بلوچستان په پسني کې نا مالومه وسله والو د دې ځای مشر میډیکل افسر ډاکتر نسیم بلوڅ ویشتلی دی.

پولیسو د مشال راډیو خبریال ته ویلي، پېښه بېګا د شپې هغه مهال شوې چې ډاکتر بلوڅ له خپل کلینیکه کور ته روان وو. د پېښې پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې.

د پسني د پولیسو مشر عبدالوحید بلوڅ مشال راډیو ته وویل: ((د ډاکتر نسیم بلوڅ خپله شخصي شفاخانه وه. نوموړی هلته بېګا د شپې نا وخته پورې ناست ول او مریضان یې کتل. کله چې دی تر کار ختمولو وروسته بهر راووت او د کور پر لور روان وو چې په لاره کې نا څرګنده وسله والو پر ډزې وکړې او دی یې ځای پر ځای وواژه. وسله وال تر پېښې وروسته په تېښته کې بریالي شوي دي.))

عبد الوحید مشال راډیو ته وویل، تر اوسه ورته درک نه دی لګېدلی چې چا به دا کار کړی وي.

نوموړی وايي، د مالوماتو تر مخې نه خو هم د ډاکتر له چا سره دښمني وه او نه هم دی د کوم سیاسي ګوند غړی وو.

پولیسو تر اوسه د هیچا پر ضد رپورټ هم نه دی لیکلی.

د ډاکتر نسیم بلوڅ تر وژنې وروسته د بلوڅ ډاکترانو سازمان د احتجاج په توګه تر درو ورځو روغتونونو کې د کار نه کولو اعلان کړی دی.
XS
SM
MD
LG