د لاسرسي ځای

تازه خبر

د میا افتخار د زوی وژونکی په ډرون برید کې وژل شوی


خالد خان، مشال راډیو

پېښور
- د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین ویلي، د ده د زوی وژونکی د بې پیلوټه الوتکو په برید کې وژل شوی دی.

له خبریالانو سره د خبرو پر مهال میا افتخار حسین دا وضاحت نه دی کړی چې د بې پیلوټه الوتکې برید کله او په کوم ځای کې شوی وو.

د میا افتخار حسین، زوی میا راشد حسین تېر کال وسله والو ویشتلی وو. تر دې وروسته بیا میا افتخار حسین ویلي ول چې د زوی د وژونکي پته یې لګېدلې ده.
پاکستاني حکومت او سیاستوالانو په بیا بیا ویلي، د امریکايي بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې بې ګناه خلک وژل کېږي.

خو د څېړنیزو ادارو له رپورټونو سره سم، په دې کې یواځې اورپکي په نښه کېږي او د میا افتخار حسین وینا د دې خبرې یو ثبوت دی.

میا راشد حسین چې کله اورپکو واژه نو پر ده یې ډزې وکړې او تر هغې ورته ولاړ ول چې دی مړ شوی نه وو.

تر دې وروسته د نوموړي د وژنې په درېیمه هم د نوموړي په کلي کې یو ځانمرګی برید شوی وو چې په کې ګڼ شمېر کسان وژل شوي او ژوبل شوي ول.
XS
SM
MD
LG