د لاسرسي ځای

تازه خبر

رحیم غمزده خپل مینوال غمزده کړل!!!


باز محمد عابد، مشال راډیو

((زما ښکلى جانانه
زه ځار شمه له تا نه
ما مه شړه له ځانه
قربان دې شمه
السلام، السلام))

دا د رحيم غمزده له حنجرې راوتلۍ سندره ده چې شاه وخوا څلويښت کاله پخوا يې د راډيو افغانستان په سټوډيو کې ريکارد کړې وه.

استاد غمزده چې له تيرو دريو کلونو راهيسې د ستوني په کنسر اخته و. هند ته یې هم د درملنې لپاره وړی وو خو نن د ډسمبر په ١٦ نيټه د ننګرهار په لوی روغتون کې د پنځه اويا کلونو په عمر ومړ او په همدې نيټه د ننګرهار خوګياڼو ولسوالى کږې سيمه کې چې پکې د هغه پلرنې هديره ده خاورو ته وسپارل شو.

ته زما یار نه شوې

په ننګرهار کې ميشت يو شمير فرهنګيان او د غمزده د هنر مينه وال د هغه د هنري هڅو د ستايلو تر څنګ د هغه مړينه د پښتو موسيقى په ميدان کې لويه ضايع ګڼي.

د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي استاد لال پاچا ازمون وايي چې غمزده په خپل وخت کې د موسيقى په ميدان کې د نوي سبک په رامنځته کولو سره د يو لړ کلتوري يرغلونو مخه نيولې وه.

(( رحيم غمزده د پښتو ادب او هنر يو ځلند ستورى و چې د پښتو موسيقى کې يې نوي طرزونه او نوي سبکونه رامنځته کړل او دى خپله د يوه ځانګړي سبک څښتن و.

همدا رنګه په هغه وخت کې چې د پښتو په موسيقى د هندي موسقى اغيز و په هماغه طرزونو کې يې پښتو موسيقي ورځاى کړه او د کلتوري يرغلونه مخه يې ونيوه.))
شاعر او ليکوال نادر دانش هم وايي چې د غمزده له مړينې سره نه يوازې دا چې يو ښه سندغاړى بلکې يو ښه شاعر يې هم له لاسه وکړى دى. دى زياتوي چې د رحيم غمزده مړينه يوه نه جبرانيدونکي ضايع ده.

د ننګرهار د اطلاعات او فرهنګ ريس اورنګ صميم چې د ارواښاد غمزده په جنازه کې يې شرکت کړى و خپل د تسليت پيغام د مشال ريډيو له لارې خپلو هيوادوالو ته وړاندې کوي:

(( د اطلاعات او فرهنګ رياست د دې له امله ډير سخت غمجن دى. د ارواښاد غمزده په جنازه کې موږه برخه واخيسته او په دې مراسيمو کې مې د افغانستان د اطلاعات او فرهنګ د وزير سيد مخدوم رهين پيغام ولوست. زه د مشال ريډيو له لارې ټولو فرهنګيانو، هنرمندانو او د پښتو ولسي موسيقى ټولو مينه ته تسليت وړاندې کوم او ارواښاد ته جنتونه غواړم.))

ای خلکو تاسې مینه نه ده کړې

رحيم غمزده تر اوم ټولګي پورې زده کړې کړې وې او د خپل پنځوس کلن هنري ژوند په دوران کې يې خپلو سندرو ته طرزونه جوړ کړي او نورو هنرمندانو ته په سلګونه سندرې کمپوز کړې وې.

د نن نه ٣٢ کاله پخوا هغه د کال د غوره سندرغاړي لقب ګټلى و او هماغه وختونو کې څو کاله د ننګرهار د هنرمندانو د ټولنې مشر هم پاتې شوى و.

رحيم غمزده سلګونه تلپاتې سندرې د راډيو افغانستان په ستوډيو کې ريکارډ کړي او که په تيرو څو کلونو کې نوي سندرې ونه ويلې نو دوه زامن يې د هنر په جامه سنبال کړي دي. ده ته ته نيږدې سرچينې وايي چې د دريو مجموعو په کچه شاعري يې هم کړې چې ناچاپه پرته ده
XS
SM
MD
LG