د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران، افغانستان ته ګیله کړې


تهران په رسمي توګه له کابل غوښتي چې د افغانستان له خاورې دې د ایران فضا د الوتکو د تېري مخه ونیول شي.

ایران دا خبرداری په دې پسې ورکړې دی چې د دې هیواد پوځي چارواکو ادعا وکړه چې ۱۲ ورځې مخکې یې د خپل هیواد په ختیځو سیمو کې د امریکا یوه بې پیلوټه الوتکه غورځولې ده.

د افغان ولسمشر ویاند ایمل فیضي له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال ویلي، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ورته یو لیک استولی دی.

ایمل فیضي وايي، ولسمشر حامد کرزي په بیا بیا دا ویلي چې د هیواد خاوره یا فضا به یې د بل هیواد پر ضد کارولو ته پرېنږدي.

ایمل فیضي وايي، د بهرنیو چارو وزارت به د تهران د بهرنیو چارو د وزارت د لیک په رڼا کې ګامونه اخلي او دا چې دوی پلټنې هم کوي.

تر دې مخکې امریکا ویلي ول، دا بې پیلوټه الوتکه د افغانستان په غرب کې الوته چې بیا ورکه شوه.
XS
SM
MD
LG