د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې پینځه اورپکي نیول شوي


میاشتې مخکې په کراچۍ کې د لټون عملیات هم شوي ول
میاشتې مخکې په کراچۍ کې د لټون عملیات هم شوي ول
ظفر کریمي، مشال راډیو

کراچۍ
- د پاکستان د سېند په مرکز کراچۍ کې پولیس وايي، پینځه مشکوک ترهګر یې نیولي دي.

پولیس وايي، دا کسان یې د ښار د حب ریویو پر سړک نیولي او له دوی یې وسله هم تر لاسه کړې ده.

د سي آی ډي پولیسو مشر چودري اسلم خبریالانو ته ویلي، نیول شوي کسان په ښار کې پر شرابخانو، سینماګانو او د قمار پر ځایونو په بریدونو کې ککړ دي.

چودري اسلم زیاتوي، دا کسان د البدر المنصور په نوم له یوې ډلې سره تړاو لري.

په کراچۍ کې تر اوږد مهاله هدفي وژنې روانې وې او د پاکستان د کورنیو چارو د وزارت له وینا سره سم، په دې ښار کې د ډېرو وسله والو ډلو غړي هم مېشت دي.

په دې وسله والو ډلو کې جند الله هم شامله ده.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک له وینا سره سم، په دې ښار کې د وسله والو ډلو غړي په فرقه ییز تاو تریخوالي کې هم ککړ دي.
XS
SM
MD
LG