د لاسرسي ځای

د پاکستان وزير اعظم يوسف رضا ګيلاني وايي چې د ترهګرۍ خلاف جنګ کې له نړيوالو سره مرسته او همکاري کوي خو د خپل ملک د خود مختارۍ خلاف ګامونه نه شي زغملای.

ګيلاني پارليمنټ کې په خپله وينا کې ويلي:

((وفاقي کابینې هم د ناټو/ایساف د بریدونو غندنه کړې ده. دا یې د نړیوال قانون، او نړیوالو پرېکړه لیکونو خلاف ورزي بللې ده. له دې سره سیمه ییزې سولې او مرستو ته زښت زیان رسېدلی دی. د پارلېمان د قامي سلامتۍله کمېټۍ غوښتنه شوې ده چې د بریدونو د هر اړخ پلټنه دې وکړي. او د پارلېمان د ګډې غونډې را بللو لپاره دې خپلې سپارښتنې وړاندې کړي.))

ګیلاني وویل، د بون په غونډه کې د نه ګډون پرېکړه هم د سلامتۍ د کمېټۍ وه.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت هم وایی چې په دې هیواد باندې د امریکا د مرستو دځینو برخو ځنډولو بیل کې روانو حالاتو ته پکې په سمه توګه پاملرنه نه ده شوې.

دبهرنیو چارو د وزارت وياند عبدالباسط ويلى له امریکا سره به پراړیکو له سره کتنه وکړي.

عبدالباسط ویلي، د امريکا له خوا پاکستان ته د ورکول کېدونکو اوويا کروړه ډالرو پوځي مرستو بندولو خبرې د تنګ نظر‌‌ۍ نښه ده .
XS
SM
MD
LG