د لاسرسي ځای

امریکايي سینېټ پاکستان ته د مرستو ودرول منلي


اسرار عالم مومند، مشال راډیو

پراګ
- د امريکا سنیټ د ٦٦٣ اربه ډالرو په ارزښت د يو دفاعی بیل منظوري ور کړه چې له پاکستان سره د يوه اندازه مرستې ځنډول او د ايران پر مرکزي بانک بنديزونه په کې شامل دي.


د فرانسې خبري اژانس اې ایف پي په رپورټ کې راغلي، د امریکا په سینیټ کې د منظور شوي بل تر مخې، پاکستان ته به شا و خوا د ۷۰۰ میلیونه امریکايي ډالرو مالي مرستې تر هغې بندې وي؛ چې پاکستان د هغو اورپکو پر ضد کوټلي ګامونه نه وي پورته کړي چې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو پر ضد د سړک تر غاړې د بمونو په وسیله بریدونه کوي.


بل خوا پاکستان د مرستو په بندولو سختې نیوکې کړې دي او پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالباسط ویلي دي، هغوی په دې عقیده دي چې د امریکا سینېټ د حقایقو پر اساس پرېکړه نه ده کړې او د مجموعي صورتحال جاج یې په ډېره تنګ نظرۍ اخیستی دی.

د امریکا په سینېټ کې د دې بل په حق کې ۸۶ او په مخالفت کې یې یواځې ۱۳ رایې اچول شوې دي.

د دې بل له وجې د ګوانتانامو زندان بندلو ته هم خنډونه پیدا شوي دي، چې له وجې پرې د بشري حقونو د تنظیمونو لخوا سختې نیوکې هم شوې ډي.

د ګوانتانامو په زندان کې د سپټمبر د ۱۱مې تر بریدونو وروسته، یو شمېر مشکوکه سختدریځه چې لا یې جرم نه دی ثابت شوی، قید دي.

همدا راز، په سینېټ کې د منظور شوي د دې قانوني لاسوند تر مخې، د القاعده هغه غړي چې د امریکايي اهدافو پر ضد د بریدونو چلونه جوړوي، هغوی دې په پوځي تحویل کې وساتل شي.

خو د القاعده هغه غړي چې امریکايي وګړي وي هغوی به له دې مستثنا وي. او د امریکا سپریم کورټ یا د دغه هیواد را روان ولسمشر به دا پرېکړه کوي چې له القاعده سره تعلق لرونکي امریکايي وګړي به تر نامالومه وخته په ګوانتانامو زندان کې قیدیان وي او که نه.

د امریکا د نوي دفاعي بل تر مخې د ایران پر ضد به داسې نوي بندیزونه ولګول شي چې د دغه هیواد مرکزي بانک له نړیوال مالیاتي نظامه پرې شي.

د دې ګام موخه دا ده چې د ایران مشکوکه اټومي پروګرام ته پیسې و نه رسېږي.


د کانګرس د استازو جرګې دغه بیل د چهارشنبې په ورځ منظور کړ.

اوس به ولسمشر بارک اوباما ته د تاييد او دستخط لپاره لېږل کېږي او بيا به د قانون حيثيت غوره کوي.
XS
SM
MD
LG