د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سرحدونو ساتنه کولاى شوو


په ختيځ کې د سرحدي پوليسو قوماندان جنرال امین الله امرخیل
په ختيځ کې د سرحدي پوليسو قوماندان جنرال امین الله امرخیل

بازمحمد عابد مشال ريډيو

جلال اباد: په ختيځ کې د سرحدي پوليسو قوماندان وايي چې د تيرو دريو کلونو په نسبت اوس سرحدي پوليس په ښه وسلو سمبال شوي، وړتیا يې لوړ شوي او دا توانمندي لري چې د خپلو سرحدونو ساتنه وکړي.

په خيتځ کې د لومړۍ سرحدي لوا قوماندان جنرال امين الله امرخيل په دې حقله وايي:

(( د سرحدي پوليسو ظرفيتونه اوس ډير لوړ شوي دي، موږ ته زرې پوشونه او نوي وسلې راغلي، په تشکيلاتو هم کار روان دى، نړيواله ټولنه هم راسره مرسته کوي، ولسونه هم راسره همکار دي او اوس موږ دا توانمندي لرو چې د خپلو خلکو او خپلو سرحدونو څخه د خلکو په مرسته دفاع وکړو.))

د ختیځ زون سرحدي ځواک
د ختیځ زون سرحدي ځواک
جنرال امرخيل د دې پوښتنې په ځواب کې چې ځينې مطبوعاتو کې راغلي چې د پاکستان پوځ د افغانستان په ځينو سرحدي سيمو کې پوستې جوړې کړي وويل:

(( همدا اوس يو پلاوى راغلى مشترکې پلټنې روانې دي چې موږ هم په هغه کې عضويت لرو. سرحدات مو ليدلي دي او دقيقه پلټنه روانه ده. تاسو ته به مالومه وي چې د ډيورنډ کرښه په افغانستان کې يوه تاريخي لانجه ده. تر اوسه پورې دا مشکل شته. د پاکستان سره دا سرحد يوه تاريخي ستونزه ده. په ځانګړې توګه په تيرو ديرشو کلونو کې چې په افغانستان کې جنګ روان و، نو د جهاد په وختونو کې له پاکستان سره سرحدونه مغشوش شوي بايد چې د پاکستان او افغانستان حکومتونه په دقيقه توګه د دې سرحدونو يوه پلټنه وکړي.))

د افغانستان په خيتځ کې د سرحدي لوا قوماندان جنرال امين الله امرخيل شا و خوا شپږ مياشتې پخوا په دې خاطر استفا کړې وه چې حکومت دې د پاکستاني بريدونو په وړاندې د متقابل چلند امر ورکړي، خو د افغانستان د کورنيو چارو وزارت يې استفا نه وه منلې.
XS
SM
MD
LG