د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر :زرطیف اپرېدی یو نه ستړی کېدونکی مبارز


زرطیف اپرېدی
زرطیف اپرېدی
فرهاد شینواری مشال ریډیو خیبر ایجنسۍ

د روانې میاشتې(دسمبر) په اتمه نیټه د خیبر ایجنسۍ په جمرود سیمه کې د انسانی حقوقو تنظیم هیومن رایټس کمیشن آف پاکستان د خیبر ایجنسۍ کو آرډینیټر ۵۲ کلن زرطیف اپریدی ناڅرګنده وسلوالو په ډزو ووژلو.

د نوموړی په مرګ د هغه کورنۍ،ملګري،او د ژوند ګڼو اړخونو سره تعلق لرونکو خلکو د خفګان څرګندونه کړې،او وايي چې زرطیف اپریدي په سیمه کې د انسانی حقوقو،جمهوریت،او په خلکو کې د پوهې او شعور پیدا کولو لپاره کار کولو.


د زرطیف اپریدي لپاره خلک فاتحه کوي
د زرطیف اپریدي لپاره خلک فاتحه کوي
د هغه د ژوند په اړه یې یوه ملګري او سیاسي کارکن انورزیب مشال ریډیو ته وویل ، چې ((نوموړی د جمهوري اقدارو،سماجی بدلون،او خواری کښو د ښه ژوند لپاره ډیر کار کړی دی،او یو شه مبارز،او بهادر انسان وو،او په دي خبرو یې هیڅ سمجهوته نه کوله))

د ارواښاد زرطیف اپریدي زوی کندهار اپریدی چې د اتم جمات زده کونکی دی وايي چې (( زه په دې ویاړم او ډاډه یم چې پلار مې د انسانی حقوقو او امن لپاره کار کولو،او ددې لپاره یې د سر قربانی ورکړه،د هغه په خبره ډیر ښه پلار وو او د قبایلو د ښېګړي لپاره به یې هلې ځلې کولې او په دې وروستیو کې یې د سرکاري سکولونو زده کونکو د ښیګړي لپاره چنده هم راغونډه کړېوه،او سیلاب ځپلو لپاره یې هم هلې ځلې کولې))

زرطیف اپرېدی یو استاد وو،د هغه د مسلکي ژونه په اړه یې یو شاګرد امیرزاده وايي ((چې د سکول کوټه به یې په ګلونو او نقشو ښایسته کوله،او یو ښه خطاط هم وو او د سکول په دیوالونو به یې معلوماتی خبرې او شعرونه هم لیکل)).

د نوموړی د کلي یو اوسیدونکی الله باز وايي چې((ډیرې رښتیا خبرې به یې کولې او په ښځو د ظلم کولو او په واړه عمر کې یې د ودولو خلاف وو))

یاده دې وی چې نوموړی د قبایلی سیمو د اصلاحاتو او په ایف سی آر (فرنټیر کرایم ریګولیشنز) کې د بدلونونو لپاره هم کار کولو،او څو ورځې وړاندي یې په پیښور کې د قبایلي ولس د حقوقو او سیاسي اصلاحاتو لپاره یوه لویه جرګه هم کړېوه،او د ملګرو په خبره ډیره کامیابه وه.

ارواښاد زرطیف اپریدی په خپلو وارثانو کې دوه زامن ،څلور لوڼه او کورودانه غمژن پریښودل،د ده کورنۍ وايي چې اوس یې په جمرود چپري مډل سرکاري سکول کې د هیډماسټر په توګه دنده تر سره کوله او له مرګه دوه ورځې وړاندې یې اوولسم ګریډته ترقی هم شوې وه او دوی پرې ډیر خوشاله وو.

د زرطیف اپریدی په مرګ د پاکستان د بشري حقونو کمیشن مرکزی مشر کامران عارف په خپل غبرګون کې د دغه پیښې په سختوټکو غندنه کړې ده او د چارواکو نه یې د پیښې د پلټنو غوښته کړې ده،یاده دې وی چې د ارواښاد زرطیف اپریدی د وژلو پړه یوې وسلوالې ډلې عبدالله عظام بریګیډ په خپله غاړه اخیستې ده.
XS
SM
MD
LG