د لاسرسي ځای

پکتیاوالو مخورو د دودیزې لویې جرګې ملاتړ وکړ


د افغانستان دودیزه لویه جرګه چې په تېره نومبر میاشت کې ترسره شوه.

د افغانستان دودیزه لویه جرګه چې په تېره نومبر میاشت کې ترسره شوه.

نقیب الله متونوال - خوست

دافغانستان د پکتیکا ولایت مېشتو قومونو مشرانو،عالمانو او دولتي چارواکو د يوې غونډې په ترڅ د تېري دودیزي لويي جرګې د پرېکړو ملاتړ وکړ.

د پکتیکاولایت د قومونو او سرحدونو چارو رییس ملک ظاهرخان کټوازي غونډې ته په پرانیستونکي وینا کې وویل، چې د دې غونډې او راټولېدو موخه يې د تيرې دودیزي لويي جرګې او د هغې د پرېکړو ملاتړ او تایید دی.

د پکتیکا ولایت د محاکمو رییس محمدحکیم کونړي هم له اسلامي اړخه د شورا ګانو او جرګو جوړېدل د اسلامي او دیني ارزښتونو نمونه وبلله او د دې اغېزو اولاسته راوړنو په اړه يې ګډونوالو ته معلومات ورکړل.

نوموړي د ولسمشر کرزي هڅې اوکړنې د هیواد جوړونې په برخه کې وستایلې خو په هیواد کې له مېشتو بهرنیو ځواکونو او د دوى له اړونده هیوادونو يې وغوښتل، چې د افغانستان ديني اوکلتوري ارزښتونه دي په جدي ډول په پام کې ونیسي.


د کټواز د قومونو په استازیتوب انجینیر جان محمد همت هم د دودیزې لویې جرګې د ملاتړ اعلانولو ترڅنګ د دودیزې جرګې ټولې ۷۶ مادې د یو خپلواک ،سوله ییز او پرمختللي افغانستان په جوړونه کې رغنده ارزښتناکې او د قدر وړوبللې.

نوموړي زیاته کړه: ))افغانستان که څه هم په ډيرو برخو کې پرمختګ کړی خو، په دولت جوړونه د امنيتي ځواکونوپه روزنه او وسلو سنبالولو کې اوس هم نړیوالې ټولنې ته اړتیالري اوپه دې اساس د نړۍ له پرمختللو هیوادنو سره ستراتېژیک تړنونه زموږ د هیواد په ګټه دي.))

په پکتیکا ولایت کې د امریکا د سفارت ملکي استازې جسیکا په خپلو خبرو کې امریکا د افغانستان ریښتینې همکار هيواد وباله او زیاته یې کړه، چې امریکا له افغانستان سره اوږد مهاله اړیکې جوړول غواړي او تل داهڅه کوي، چې افغانستان د پرمختګ او سولې لور ته بوځې.

یاده دي وي، چې مياشت وړاندې په کابل کې د افغانستان دوديزه لويه جرګه جوړه او د ٧٦ مادو پريکړه ليک په صادرولو حکومت ته د شرايط په وړاندې کولو اجازه ورکړه، چې له امريکا سره ستراتيژيک تړون لاسليک کړي.
XS
SM
MD
LG