د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هلمند کې کوکنار کرونکي بزګران نيول کېږي


د هلمند په یو کلي میرانجان کې یو کروندګر د کوکنارو ګل پږي.
د هلمند په یو کلي میرانجان کې یو کروندګر د کوکنارو ګل پږي.

سید شاه سقیم - کندهار

د هلمند ولايت دولتي چارواکي وايي چې سږ کال يې پرېکړه کړې ده چې ټول هغه بزګران به نيسې او زندان ته به يې بيايې چې په خپلو ځمکو کې يې د کوکنارو تخم کرلى وي.

د چارواکيو په خبره د هلمند په ټولو ولسواليو کې به د کوکنار کر د له مېنځه وړلو په موخه عمليات کوي او د کوکنار کرل شوي بوټي به له بېخه باسي .

د هلمند د والي وياند داوود احمدي له مشال راډيو سره د خبرو پر مهال وويل چې تر اوسه پورې د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې د کوکنار پر ضد عمليات شوي دي او ۴۲ تنه هغه بزګران چې کوکنار يې کرلي وو نيول شوي د ي.

دى وايي د عملياتو پر مهال د وسله والو طالبانو او پوليسو تر مېنځ نښته هم شوې ده چې په پايله کې يې درې تنه وسله وال له وسلو سره يو نيول شوي دي.

(( دو څلوېښت تنه کرونده ګر چې کوکنار يې کرلي وو نيول شوي دي دوى به هغه وخت خلاصېږي چې خپل کوکنار بېرته واړوي ، ځکه دا دوى د پاره سزا ده ، او په دې عملياتو کې له وسله والو سره تر نښتې وروسته درې تنه وسله طالبان هم نيول شوي د ي))

دى وايي د ترسره شويو عملياتو پر مهال له يوه کور څخه نشه يي توکي او وسلې هم تر لاسه شوې دي.

تېره ورځ د هلمند ولايت د خانشين ولسوال مسعود بلوچ هم ديشو ولسوالۍ ته د کوکنار د له مېنځه وړلو په موخه تللې وو چې د بېرته راتلو پر مهال يې په موټر چاودنه وشو او د دوو ساتونکيو په ګډون پکې دى وژل شوى او دوه ساتونکي يې ژوبل شوي وو.
XS
SM
MD
LG