د لاسرسي ځای


سید شاه سقیم - کندهار

د کندهار ولايت د ملي امنيت چارواکي وايي چې د بېلابېلو ولايتونو اوسېدونکي پېنځه تنه وسله وال يې له وسلو او چاوېدونکي توکو سره يو ځاى نيولي دي.

چارواکي وایي نيول شويو کسانو له څو کالو راهیسې په کندهار کې په کورنيو او بهرنيو سرتېرو بريدونه کول او وخت نا وخته به يې د سړک د غاړې ماينونه هم خښول چې زيات وخت به يې قربانيان عام وګړي وو .

د نيول شويو کسانو له ډلې څخه دوو تنو يې مشال راډيو ته وويل چې تر اوسه پورې يې په بهرنيو او کورنيو سرتېرو ډېر بريدونه کړي دي .

دوى وايي په کندهار ښار کې يې د هدفي وژنو په پېښو کې هم لاس درلود.

(( څلور کاله کېږي چې له وسله والو سره مي په عملياتو کې برخه اخيستې ده ، يو وار مي ورسره په باغتو کې د امريکايانو په ټانکونو بريد وکړ څلور ټآنکونه پکې تخريب شول . بيا مو په کتار ډزې وکړې دوه سرف موټرونه او دوه کانټينران مو تخريب کړل ، بل وار مو په پوليس بريد وکړ ، يو ځل موږ په پوليسو بريد وکړ چې الوتکې راغلې او دوه تنه يې را ووژل ))

(( څلور مياشتې مي له طالبانو سره تيري کړې دي او څو ځله مي په امريکايانو بريدونه کړي دي ))

د ملي امنيت د کارکوونکيو په خبره له نيولو شويو کسانو سره يې پېنځه ميله کلاشينکوفونه دوې تومانچې او په بوشکو کې ځاى پر ځاى شوي لسګونه کيلو ګرامه چاوېدونکي توکي هم نيولي دي.

د دولت مخالف وسله وال د غوړيو په بوشکو کې چاودېدنکي توکي او کيماوي سره اچوي او وروسته يې د سړکونو په غاړو خښوي.

د يادوونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې د کندهار د امينه قومندانۍ پوليسو هم ګڼ شمېر وسله وال له وسلو او چاودېدونکيو توکو سره يو ځاى نيولي وو .
XS
SM
MD
LG