د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا او پاکستان اړیکي مخ په رغېدو دي


د پاکستان وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني او امریکا د بهرنو چارو وزیره هیلري کلنټن
د پاکستان وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني او امریکا د بهرنو چارو وزیره هیلري کلنټن
امریکایي ورځپاڼه واشنګټن پوسټ په خپله ېوه مقاله کې لېکي چې د تېرې نهې په ورځ په افغانستان کې د اتحادي ځواکونو مشر ويلي دي چې پاکستان سره د پوځي تعلقاتو د بیا رغولو په لړ کې څه لږ ډېر پر مختګ شوی دی خو زېاتوي چې تر دا مهاله داسې کومې نښې نښانې نه ښکاري چې ګوندې اسلام آباد به په افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو ته د رسد مهمې لارې زر پرانېزې.

ورځپاڼه زېاتوي چې په افغانستان کې د امریکايي او اتحادي ځواکونو مشر جنرل جان الن ویلي دي چې ده د تېر پير په ورځ د ټېلېفون له لارې د پاکستان د پوځ مشر جنرل آشفاق پروېز کېاني سره په مومندو قبايلي سیمه کې د نومبر د ۲۶مې د پېښې نه پس چې پکې د امريکايي الوتکو لخوا په يو هوايي برید کې ۲۴ پاکستاني پوځېان وژل شوي ول، په ړومبې ځل خبرې کړې دې.

ورځپاڼه د جنرل الن له خولې لېکې چې پاکستان سره تعلقات لا هم خراب دي خو زېاتوي چې ده ته جنرل کیانې ددغو خبر پر مهال داسې اشارې ورکړې دي چې ترې څرګندېږې چې دوی به په پاک افغان پوله جوړو شوو ګډو پوځي اطلاعاتي پوستو او په کابل کې د ناټو هېډ کوارټر نه خپل ستانه شوي ارتباطي افسران بیا ولېږې، پاکستان دغه پويی افسران د نومبر د ۲۶ پیښې نه پس واپس کړي ول.

ورځپاڼه لېکې چې د امریکاا د ګډو ځواکونو مشر جنرل مارټن ډیمپسي بېا د پاکستان او امریکا د تعلقاتو په اړه ډېر پر امېده نه دي ځکه چې د دغو دواړو هېوادونو اړیکې هسې هم په تېره لسیزه کې څه ډېرې ښې نه وې او بېا د روان کال د مې په مېاشت کی په اېبټ آباد کی پوځي چاوڼۍ سره نزدې هغه امریکايي چاپې چې پکې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن ووژل شو، دغه اړېکې نورې هم خرابې کړې.

ددې مقالې لېکونکی کرېګ وېټلا ک د امریکايي دفاعي چارواکو له خولې زیاتوي چې هغوی پر امېده دي چې په دې نزدو کې به پاکستان ناټو ته د رسد لارې بیا پرانیزي، خو وايي چې اسلام آباد به کم از کم د نومبر د ۲۶ مې د پیښې په اړه د امریکايي پلټنو د سر ته د رسېدو نه پس دا لارې پرانيزي. آو جنرل الن هم وايي چې دا پلټنی به په دې نزدو کې سر ته ورسي.

بلخوا برتانوۍ ورځپاڼه ګارډین لېکي چې د راپورونو تر مخه افغان حکومت وسله والو طالبانو سره د ېوې پرېکړې له لارې سلا شوي دي چې هغوی به نور په حکومتي سکولونو بریدونه نه کوي او په بدل کې به افغان حکومت په دغو سکولونو کې مذهبي تعلیمي نصاب عملي کوي او په دغو سکولونو کې به هغه ملایان د استاذانو په توګه اخلي چې طالبان یې منظوري ورکړي.

ورځپاڼه په کابل کې د ېوې افغان څېړنیزې شبکې د یو راپور په حواله وايي چې د افغان وزارت تعلیم او طالبانو تر مېنځ په دې اړه رابطې څلور کاله مخکې شوې وې خو بېا په ۲۰۰۷ کال کې ددغو رابطو لړۍ پرې شوې ځکه چې امریکا يې مخالفت کړی وو . خو بېا په ۲۰۰۹ م کال کې کله چې طالبانو وویل دوی به په سکولونو د بریدونو تګلارې ته د پای ټکی کېږدې، که د سکولونو په نصاب کې ددوی په خوښه بدلون راوستل شي. نو ددې نه پس بیا په مقامې توګه دغه پرېکړه کولو کې تېزي راغله.

ورځپاڼه مخکې زېاتوي چی پدې پرېکړه د ولسې حقونو او ترقیاتي ډلو اندېښنې څرګندې کړې دي هغوي دا درېځ لري چې دې پرېکړې سره به په تېرو لسو کالو کې شوې لاس ته راوړنې مخ په شا لاړې شې

ورځپاڼه لېکې چی د ۲۰۰۱یوم کال راهیسې په افغانستان کې سکولونو ته تللو ماشومانو شمېره لسو لکو نه ۸۰ لکو ته رسېدلې ده او د جېنکو زده کونکو هغه شمیره چې د طالبانو په دوره کې یو څو زره وه اوس ۲۷ لکو ته رسېدلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG