د لاسرسي ځای

تازه خبر

په مزدروۍ وتلي افغانان د پاکستان په زندان کې


د کوټې په لوی زندان کې افغان بندیان
د کوټې په لوی زندان کې افغان بندیان

خدای نور ناصر - کوټه

دکوټي په لوي جیل کي د جېل د چارواکو په وینا تر اتیا زیات هغه افغان ځوانان بندیان دي چي د فارن ایکټ تحت یعني د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله نیول شوي دي. سره له دې چي په نیول شويو کي ځيني کسان د لوي عمر دي، خو د ډیری نورو عمرونه تر اتلس کاله کم دي.

د جیل د ماشومانو په واټ کي له بندیانو لسګونو نورو سره ۱۴ کلن حبیب هم د قید شپې تېروي. حبیب مشال راډيو ته وویل

؛زه د زابل ولایت اوسېدونکی یم. نن مي شپاړسمه شپه ده چي دلته يې په بند کي تیروم. پاکستان ته راغلم او دلته مي غوښتل چي مزدوري وکړم. تیرکال هم راغلی وم، خو سږ کال چي څنګه راغلم دلته يې ګیرکړم؛

دیارلس کلن حیات الله بیا له افغانستان څخه د پاکستان پر لاره ایران ته اوښت، خو د کوټي په يوې پوسته ونیول شو. حیات الله په خپلو خبرو کي وویل کورنۍ يې په دې نه خبره چي دی په بند کي دی.

له دې سره پنځه لس کلن نظر چي د شاجوي اوسېدونکی دی، وايي په خوارۍ پسې يې ایران ته تلل غوښتل. دده په خبره يوه قاچاقبرسعدالله ته يې په کچلاغ کي درې نیم زره کلداري ورکړې، خو ترکوټي هم تیر نه شو. او له پنځه اویا نورو کسانو سره يوځاي ونیول شو. نظر په خپلو خبرو کي زیاته کړه

؛زموږ سره پنځه اویا کسان ونیول شوو. زما په فکر له ټولو څخه قاچاقبر درې نیم زره کلداري وړې وې؛

که څه هم په جېل کي بندیان اکثره ځوانان دیغ ښکاره کېدل، خو محمد رسول نومي يو ځوان بیا په بند کي هم د نورو ځوانانو لپاره بنډار جوړاوه.او بیل بیل سندري يې ورته زمزمه کولې.

دبلوچستان آيي جي جیل خانه جات نور احمد پرکاني ادعا کوي چي له نیول شویو افغان ځوانانو سره د خپلو بچیانو په توګه سلوک کوي. او په بند کي دوي ته هیڅ قسم مشکل نه رسېږي.نوراحمد پرکاني مشال ته وویل

؛هغه ماشومان چي د فارن ایکټ تحت نیول کېږي هغه لومړی په پوله نیول کېږي او یا د هیواد په نورو سیمو کي نیول کېږي . په اصل کي له دوي سره هیڅ قسم قانوني اسناد نه وي. نو ځکه ونیول شي. او وروسته بیا عدالت دوي سزا اوروي. نو تر څو چي بیا زموږ سره په بندکي وي، موږ ورسره د خپلو بچیانو په هیث سلوک کوو؛


د جېلونو یاد مشر ادعا کوي چي له ماشومانو سره سم چلندکېږي، خو په بلوچستان کي دبشري حقونو يو مشر سعیداحمدخان بیاوايي کېدلی شي په دې جیل کي به له دوي سره سم چلندکېږي. خو ډیری نور جیلونه همداسي نه دي...
XS
SM
MD
LG