د لاسرسي ځای

تازه خبر

پلوچستان : د بي آر ایس پي ۶ کارکونکي وتیښتول شول


په زیارت کې د انګریزانو د واکمنۍ یوه ودانۍ
په زیارت کې د انګریزانو د واکمنۍ یوه ودانۍ
خدای نور ناصر مشال ریډيو کوټه

دبلوچستان رورل سپورټ پروګرام یا بي ار ایس پي شپږ کارکوونکي
دپښين له برشور سیمې نامالومه وسله والو تښتولي. د بي ار ایس پي دبلوچستان مشر نادر ګل بړېڅ وايي شپږ واړه تېښتول شوي کارکوونکي له بلوچستان صوبې سره تعلق لري.. د بي ار ایس پي یاد مشر له مشال راډيو سره په خبرو کي وویل...

؛د سې شنبې په ورځ د غرمې په ۱۱ بجو نامالومه وسله وال لومړی زموږ دفتر ته راغلي وو او له هغه ځايه يې درې کارکوونکي تښتولي وو. او وروسته يې په کلي کي په يوې غونډه کي ناست زموږ نور درې کارکوونکي له ځان سره يووړه؛

نادرګل بړېڅ دکلیوالو له خولې وايي تښتوونکيو دغه کسان د توبه کاکړي یا کلاسیف الله پرخوا يوړه. چي دده په خبره پړه يې تراوسه هیچا هم منلې نه ده.

بلي خواته د پښين اسسټنټ ډپټي کمشنر داود خان وايي د تښتوونکیو پلټني يې پیل کړېدي. ددې پوښتني په ځواب کي
چي تښتوونکي څوک کېدای شي. داود خان يې په ځواب کي وویل.تر اوسه چا ددې پېښي مسوولیت نه دی منلی . نو مخامخ د چانوم اخیستی نشم.

سره له دې چې تر دې دمه لاهم کومې ډلې ددې تښتوونې پړه لاپه خپل سر نه ده اخیستې خو د اسسټنټ ډپټي کمشنر داود خان په وینا په تیر وخت کې په همدې سیمه کې درې نورې همدا ډول پېښې شوې چي وروسته يې مسوولیت د پاکستان طالبانو منلی وو. او د پېسو ورکولو وروسته تښتول شوي کسان خوشي شوي وو.
XS
SM
MD
LG