د لاسرسي ځای

د کراچۍ مدرسې آزاد کړل شوي طالبان خپله کیسه کوي


دپاکستان په کراچۍ ښار کې پولیسو دیوې دیني مدرسې له ځمکلاندې کوټې څه نا څه ۴۵ طالبان خوشي کړي چې په زنځیرونو تړل شوي وو. ددې پېښې په اړه د يولیسو یو ځايي مشر ملک الطاف حسین وايي ،چې نزدې ۴۵ طالبان راخوشي کړل شوی چې په پکې د ماشومانو په ګډون د پاخه عمر کسان هم شامل دي. دوی د مدرسې په ځمکلاندې کوټه کې پټ ساتل شوي وو.د جامعه مسجد ذکریا سره تړلې دې مدرسې مهتمم قاري عثمان مو نیولی او د کلیو یوه لویه غونچه هم ترلاسه شوې .راخوشي کړل شوي ډېری ماشومان د پښتونخوا او پنجاب صوبو اوسېدونکي دي.چې په خپلو کورنیو د دیني زدکړو لپاره دې مدرسې ته استولي وو. د پاکستان په کراچۍ کې له ذکریا مدرسې څخه پولیس په یوې چاپې کې په زنڅیرونو تړل شوي ګڼ طالبان راخوشي کړل. راخوشي کړل شويو ماشومانو وینا وه چې په مدرسه کې به یې وهل او ټکول کېدل او کم خواړه به ورکول کېدل.دوی وايی که به چا لږه غوندې تېروتنه وکړه نو د اوسپنې په سوټي به یې وهل. دا ویډيو په کراچۍ کې د مشال خبریال ظفرکریمي جوړه کړې

XS
SM
MD
LG