د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان اسلامي ګوندونه



ژباړه : فرخنده وزیر

انټر نیشنل کرایسزز ګروپ د پاکستان د مذهبي ګوندونو په اړه په خپل یو رپوټ کې وایی، په دغه هیواد کې مذهبي سیاسي ګوندونه توندروي خوروي، جمهوري حکومت غورځول غواړي ، د پوځ او اورپکو ډلو سره نږدې اړیکي لري، د لګکیو خلاف پالیسي لري او غواړي د تشدد د لاري خپله ایجنډه په خلکو ومني.

د کړکیچ نړیوالې ډلې یا انټر نیشنل کرایسزز ګروپ په پاکستان کې د مذهبي ګوندونو د رول په اړه په خپل یو رپوټ کې وایی، په دغه هیواد کې مذهبي سیاسي ګوندونه د پوځ سره نږدي اړیکي لري، او د خپلو پالیسو په وړاندې د بوتلو لپاره د مذهب استمال کوي.

دغه رپوټ وایي دوه لوی مذهبي ګوندوه جمیعت علما اسلام فضل الرحمان ډله او جمات اسلامي چې د دغه هیواد په سیاست کې یې مهم رول لوبولی . تنګ نظره ایجنډا لري، او غواړي د تشدد له لارې دغه ایجنډا پرمخ بوځي.

دغه ګوندونه وایي چې دوی شریعت پرځای کول غواړي، او دغه نظریه لري ، چې ددې لپاره د مدرسو یو جال لري. او دغه د توندروه ډلو لپاره د روزنې د مرکزونو په توګه استمالوي، چې د پاکستان استحکام ته خطر لري.


د انټر نیشنل کرایسزز ګروپ د جنوبي ایشیاي څانګې مشره ثمینه احمد وایي، د دغه مذهبي ګوندونو کې د فرقیز سیاست له کبله تشدد مخ پر وړاندې روان دی، او دا ځکه چې ځینې مذهبي ګوندونه او ډلې دغه خپله تر ټولو موثره ذریعه ګڼي ، چې دا شان خپلې ګټې تر لاسه کړي.


او ډیری سیاسي ګوندونه لا ددې نه ډیر لري دي چې ګنې خپله اورپکې جهادي نظریه پریږدي، او له ځايي او سیمیزو اورپکو ډلو سره خپل تعلقات ختم کړي، چې پکې فرقه ایز اورپکي ، پاکستاني او افغان طالبان او د القاعده سره تړلي جهادي تنظیمونه شامل دي .


رپوټ دا هم وایي، د پاکستان د پخواني پوځي صدر ضیا الحق په دور کې دغه ګوندونو او جهادي ډلو ته داسې موقعې په لاس ورغلې، چې ځانونه منظمه کړي او خپله ایجنډا پر مخ بوځي . که څه هم مذهبي ګوندونو په پاکستان کې په ووټونو کې ډیرې رای ندي تر لاسه کړي، خو همیشه یی په حکومتونو دپارلیمان بهر دباو اچولی او سخت وخت یې ورکړی دی. او دغې ګوندونو په تیرو وختونو کې د جمهوري حکومتونو د ماتولو نه ګټه تر لاسه کړې ده.


رپوټ وایي د پاکستان مذهبي سیاسي پارټۍ په دغه هیواد کې د نورو مذهبونو سره د تعلق لرونکو خلکو لپاره ډیر کم اواز پورته کړی دی. او خپله پالیسي یې په دغه اړه ډیره تنګ نظره ساتلې ده. چې په خپل مینځ کې ډیر منظمه دي او همیشه یوه فیصله د ګوند د مشر انو سره د خبرو ورستو کوي .

دغه ګوندونه په پاکستان کې که یو خوا د جهادي تنظیمونو په مینځ کې ډیر ژور اثر لري، نو بلخوا په ولس کې د دغه ډلو نه ځان لرې ښایي. او داشان که یو خوا جومات او مدرسه د مذهبي زدکړو لپاره استمالوي ، نو بلخوا یی د توندروه فکر د خوریدو او د اورپکو د روزنې او ټریننګ په توګه هم استمالوي.


د انټر نیشنل کرایسزز ګروپ دغه رپوټ دا هم وایي، که څه هم دغه مذهبي ډلې په ډاګه د زغم او صبر دعوې کوي خو په اصل کې داسې نده.دوي خپل اورپکې ډلې لري، او د زده کونکو ډیر منظمه او له تشدده ډک تنظیمونه هم لري ، او غواړي په زور خپله پالیسي عملي کړي نه چې په رضا .

رپوټ وایي باید د پاکستان حکومت د مذهبي توندروۍ د ختمیدو لپاره ګامونه پورته کړي او د قانون عملداري یقیني کړي. چې په دې لړ کې هر هغه ګوند ، تنظیم او یا یو کس هم سزا کړي ، چې په ډاګه د نورو مذهبي ډلو خلاف تقریرونه او ویناوې کوي. او په اسلامی ګوندونو زور راوړي چې د اورپکو ډلو ملاتړ پریږدي ، او د خپل مینځه یې لرې کړي. د زده کونکو په اتحادیو بندیز ختم کړي، خو هغه زده کونکو ته دې سزا ورکوي، چې د اقلیتي ډلو خلاف له خپلو تقریرونو نه کرکه سیوا کوي. او د مدرسو نصاب او کار ته بیا کتنه وکړي.


رپوټ وایی باید د پاکستان واکمن پیپلز ګوند د مذهبي توندروۍ د ختمولو په لور زیات پام وکړي چې داشان د ملک تر ټولولویه مسله ترهګري ختمه، جمهو ریت ته وده ورکړي، د خلکو په بنیادی مسلو خبرې وکړي او یوه د برداشت ټولنه جوړه کړي.
XS
SM
MD
LG