د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا له ایران خپل ډرون الوتکه غواړي


د تير زيارت په ورځ ايراني چارواکو په ټيلی وژن د نيول شوي ډرون ار کيو ۱۷۰ سيټنيل ښکاره کړه. دا ډرون الوتکه په فضا کې د ۵۰ زره فټه نه د څار او استخباراتي مالوماتو راغونډلو توان لري.د امریکايي ډرون الوتکه ایران راکوزه کړېده.
د تير زيارت په ورځ ايراني چارواکو په ټيلی وژن د نيول شوي ډرون ار کيو ۱۷۰ سيټنيل ښکاره کړه. دا ډرون الوتکه په فضا کې د ۵۰ زره فټه نه د څار او استخباراتي مالوماتو راغونډلو توان لري.د امریکايي ډرون الوتکه ایران راکوزه کړېده.

سرچینه: نيويارک ټائمز ورځپاڼ

ژباړه: ګل آیاز

د امريکا ولسمشر باراک اوباما په لومړي ځل ښکاره له ايرانه د نيول شوي جاسوسی ډورن الوتکې د بیرته ورسپارلو غوښتنه کړې.خو د ايران پوځي چارواکي وایي له نيول شوې ډورن الوتکې یې استخباراتي معلومات را ویستي دي.

نيويارک ټائمز ورځپاڼه ليکي د امريکا ولسمشر باراک اوباما د ګل په ورځ له ايرانه د استخباراتی الوتکي ډرون د بیرته ورکولو ويلي دي. ايران دغه ډرون الوتکه د دسمبر په څلورمه نيټه نيولی وه. دا د امريکا د ولسمشر لخوا په لومړی ځل ښکاره وينا وه چي د ډرون په معامله د دواړو هيوادونو ترمينځ تاوتريخوالی زيات شوی دی.

ورځپاڼه ليکي د امريکا ولسمشر باراک اوباما وايي دوی د الوتکې واپسولو په اړه ويلي او ګوري چي ايران ددې څنګه ځواب ورکوي.

ولسمشر اوباما په واشنګټن کې خبريالانو سره خبری کولې چې ورسره د عراق وزيراعظم نوري کامل ال مالکي هم موجود وو. ولسشمر د عراق وزيراعظم سره په سيمه کې د ايران اثر او د امريکا د اندېښنو په اړه هم خبرې وکړې.

د تير زيارت په ورځ ايراني چارواکو په ټيلی وژن د نيول شوي ډرون ار کيو ۱۷۰ سيټنيل ښکاره کړه. دا ډرون الوتکه په فضا کې د ۵۰ زره فټه نه د څار او استخباراتي مالوماتو راغونډلو توان لري. د امريکا چارواکي وايي دا ډرون الوتکې د ايران شکمن ايټمي ځاينو د څار لپاره جوړ کړی شوې وه.

ورځپاڼه ليکي د ګل په ورځ د ايران پوځي چارواکو د سرکاری خبري اژانس لخوا خپور شوي بيان کې ويلی وو له نيول شوې ډورن الوتکې یې استخباراتي معلومات راوستي او ددې جاج اخلي چي څنګه دا کارول شوېده.

ورځپاڼه ليکی ايران په رسمي توګه د ملګرو ملتونو امنيتي شورا او په تهرا کې د سویټزرلېنډ سفير چې له امریکا سره د رابطې ساتلو یوازنۍ ذریعه ده شکايت کړی. د افغانستان د بهرنو چارو وزارت ويلي ايران له افغانستانه هم شکايت کړی چي د دوی له هيواده څخه یې د څار عمل روان دی.

نيويارک ټائمز ورځپاڼه ليکي د امريکا دفاع وزير ليون پينتا د ډرون الوتکې واپس اخستو لپاره په رسمي غوښتنه غور کوي خو پينټا شک لري چې ايران به دا ونه مني.
XS
SM
MD
LG