د لاسرسي ځای

تازه خبر

بې باورۍ د پاکستان لپاره امريکايي مرستې کنګل کړې


رويټرز خبري اژانس

د امريکا سېنېټ پاکستان ته د ۷۰۰ ملينه ډالرو د مرستو د کنګلېدو پرېکړه کړې ده. په دې لړ کي د سېنېټ يوې جرګه ګۍ اعلان وکړی چي دا پيسې به تر هغه پاکستان ته نه ورکول کيږي تر څو دا هيواد دوی ته باور نه وي ورکړی چي د بمونو په تيارۍ کي کارېدونکي توکي لېږل به دروي.

د امريکا سېنېټ پاکستان ته د ۷۰۰ ملينه ډالرو مرستي په داسي حال کي درولي چي وار د مخه لا د دواړو هيوادو تر منځ اړيکي ترينګلي شوي دي. که څه هم پاکستان يو له هغو هيوادونو څخه دی چي په پوځي او ولسي څانګو کي د امريکا ډيري بهرنۍ مرستي تر لاسه کوي او د اربونو ډالرو په مرستو کي دغه پیسې ډيرې کمي دي خو دا په امريکا کي د مرستو په کمي کي هغو غوښتنو ته نوره لاره هوارولای شي چي غواړي پاکستان ته دي په مرستو ورکولو کي کمی راوستل شي ځکه دا هيواد د اورپکو ډلو په ضد په عملياتو کي پاته راغلی بلکې له هغوی سره مرسته کوي.

د راپور له مخي په ځايي توګه جوړ شوي بمونه د اورپکو تر ټوله لويه وسله ګڼل کيږي چي په پاکستان کي له جوړ شوي سري څخه جوړيږي چي امونيم نايټرېټ نومي ماده پکي کارول شوی وي. دا سرې د پاکستان له لاري افغانستان ته ځي چيري چي د بمونو په جوړولو کي کارول کيږي او بيا ا امريکايي او ايتلافي ځوامونو په ضد استعماليږي. د سېنېټ يو غړی مېک کيون وايي چي امريکا له پاکستانه دا باور غواړي چي د بمونو جوړولو د توکو مخه ونيسي چي په افغانستان کي د دوی ځواکونه په نښه کوي.

امريکا د ۲۰۰۱م کال راهيسي پاکستان ته د پوځي او اقتصادي مرستو په لړ کي څه باندي ۲۰ اربه ډالره ورکړي دي چي زياتره د ترهګرۍ په ضد د جنګ لپاره وې خو د سېنېټ غړي په دې جنګ کي د پاکستان لخوا ډېر ناهيلي دي. د امريکا په سينېټ کي د ريپبليکن ګوند يو مشر غړي جان مکېن تېره اونۍ وويل چي په افغانستان کي چي د امريکايي ځواکونو په ضد کوم بمونه استعماليږي د هغو د جوړلو لپاره مواد په پاکستان کي د سري جوړلو له دوو لويو کارخانو څخه راځي.

تر دې وړاندي هم په امريکا کي پاکستان ته د مرستو مشروطولو غوښتنه شوې ده چي د کار په بدل کي بايد دې هيوا ته مرستي ورکړل شي خو پاکستان وايي چي د القاعده او طالبانو په ضد يې عمليات کړي دي او په دې لړ کي يې د ۲۰۰۱م کال راهيسي په زرګونه سرتيري قرباني شوي دي.

د دفاعي چارو کارپوه طلعت مسعود رويټرز خبري اژانس ته ويلي چي د امريکا له اړخه د پاکستان په ضد پورته کړل شوی دا ګام به د دواړو هيوادونو تر منځ اړيکي نوري هم اغېزمني کړي ځکه چي امريکا پوهيږي پاکستان په داسي حالت کې دی چي د سرې قاچاق يا سمګلنګ به کنټرول نکړي.

بلخوا د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند عبدالباسط وايي چي دا فشار به اړيکو ته تاوان ورسوي. دی زياتوي چي دوی پر همکارۍ باور لري او نه غواړي چي داسي څه وشي چي اړيکي نوري هم پېچلي کړي.

شنونکي په دې نظر دي چي د امريکا لخوا دا غوښتنه ځکه ډېره ګرانه ده چي د پولې دواړو خواوو ته اداري فساد قاچاق ته لاره هواره کړې ده. په دې اړه يو ځايي تاجر وايي، موږ د پاکستان سرحدي ځواکونو ته د هر هغه موټر د پرېښولو په بدل کي ۱۲۰۰ روپۍ ورکوو چي افغانستان ته سري وړي. بلخوا د چمن د سرحدي ښار يو اوسېدونکی کمال خان وايي چي سري د پک اپ موټر، موټر سايکل، بايسکل او خره ګاډي له لاري افغانستان ته په نا قانونه توګه وړل کيږي.
XS
SM
MD
LG