د لاسرسي ځای

کراچۍ: په زنځیرونو تړل شوي نژدې ۴۵ طالبان ازاد کړل شو


په کراچۍ کې د پولیس لخوا په یوه چاپه کې د ذکریا مدرسې یو وړوکی ماشوم طالب د راخوشي کېدو پر مهال ژاړي.۱۲ م ډسمبر ۲۰۱۱

په کراچۍ کې د پولیس لخوا په یوه چاپه کې د ذکریا مدرسې یو وړوکی ماشوم طالب د راخوشي کېدو پر مهال ژاړي.۱۲ م ډسمبر ۲۰۱۱

دپاکستان په کراچۍ ښار کې پولیسو دیوې دیني مدرسې له ځمکلاندې کوټې څه نا څه ۴۵ طالبان خوشي کړي چې پرزنځیرونو تړل شوي وو. ددې پېښې په اړه د يولیسو یو ځايي مشر ملک الطاف حسین وايي ،چې نزدې ۴۵ طالبان راخوشي کړل شوی چې په پکې د ماشومانو په ګډون د پاخه عمر کسان هم شامل دي.

دوی د مدرسې په ځمکلاندې کوټه کې پټ ساتل شوي وو.د جامعه مسجد ذکریا سره تړلې دې مدرسې مهتمم قاري عثمان مو نیولی او د کلیو یوه لویه غونچه هم ترلاسه شوې .راخوشي کړل شوي ډېری ماشومان د پښتونخوا او پنجاب صوبو اوسېدونکي دي.چې په خپلو کورنیو د دیني زدکړو لپاره دې مدرسې ته استولي وو.


د پاکستان په کراچۍ کې له ذکریا مدرسې څخه پولیس په یوې چاپې کې په زنڅیرونو تړل شوي ګڼ طالبان راخوشي کړل

د پاکستان په کراچۍ کې له ذکریا مدرسې څخه پولیس په یوې چاپې کې په زنڅیرونو تړل شوي ګڼ طالبان راخوشي کړل

راخوشي کړل شويو ماشومانو وینا وه چې په مدرسه کې به یې وهل او ټکول کېدل او کم خواړه به ورکول کېدل.دوی وايی که به چا لږه غوندې تېروتنه وکړه نو د اوسپنې په سوټي به یې وهل.

یو ماشوم له مشال ریډیو سره په خبرو کې وویل چې یوه ورځ مې لږ ډېره ډوډۍ وخوړله نو ډېر سخت یې ووهلم او مور پلار مې هم پوښتنې ته نه راځي.
یو بل ماشوم بیا وايي،چې دوی ته په دې مدرسه کې د ترهګرۍ په اړه زدکړې هم ورکول کېدلې.دوی ادعا کوي چې د بم اېښودلو لپاره یې هم ځينې ماشومان تیارول.او له تېارېدو وروسته یې پته نه لګېدله چې چېري به یې استول.

د سیند پولیس یو چارواکی شریف الدین وایي دا یوه راجسټر مدرسه ده او دوی له هغې وروسته ورباندې چاپه ووهله چې په نجي ټيلیویژن په مدرسو کې د تشدد په اړه راپورونه خپاره شول.دی زیاتوي ځینې داسې مدرسې شته چې ظلمونه پکې کېږي او دا زموږ لپاره د تشویش خبره ده.

راپورونه وايي پر ذدکونکو د تشدد کولو په تور کې د مدرسې په مهتمم قاري عثمان باندې مقدمه درج کړی شوې ده . او اوس به موږ د نورو مدرسو په اړه هم پلټنې کوو.چې هلته څه روان دي.

د شریف الدین میمن وینا وه چې د مدرسې شاوخوا یې ناکې لګولې او له طالبانو یې پوښتنې ګروږنې روانې کړې چې له دوی سره څه ډول چلند کېدی.

او د هغه په خبره د مفتي داود په اړه یې هم پلټنې پیل کړې دي چې دا مهال تېښتېدلی دی.
XS
SM
MD
LG