د لاسرسي ځای

تازه خبر

بولان:د ناټو ۹ ټېنکرې سوزول شوې


په کوټه کې هم څو ورځې وړاندې د کنټېنرو پر یو ټرمینل په برید کې څه نا څه ۳۰ کنټېنرې وسوځول شوې.
په کوټه کې هم څو ورځې وړاندې د کنټېنرو پر یو ټرمینل په برید کې څه نا څه ۳۰ کنټېنرې وسوځول شوې.

نیازموساخېل،کوټه

د بلوچستان په ضلع بولان کې چارواکي وایي،تېره شپه د اتنیمو بجو په شاوخواکي، ناڅرګنده کسانود ناټو ۹ ټېنکرې په اور سوزولې.پېښه له سرښار کوټي شاوخوا ۱۶۰ کیلومیتره لیري،د جنوب پر لور د ډاډر په سیمه کي رامنځته شوه.

چارواکي وایي،ټېنکرې له کوټي بېرته د کراچۍ پر لور روانې وې،چې د برید ښکار شوې.د ډاډر تحصیلدار پروېز احمد مشال ته په دغه اړه ووېل ٫٫نهه ټېنکرو ته زیان رسېدلۍ.په دې کې ۷ ټېنکرو ته اور لګېدلی او په مکمله توګه وران شوي دي،خونور ۲ ټېنکرې یو څه روغ پاتې دې.ټېنکرې په اور هم سوزول شوي او د ماشین ډزې هم پرې شوي او له زیاترو ڼېنکرو تېل پر لویي لارې بهېږي.په پېښه کي د یو ټېنکرې چلونکی هم وژل شوی،چې تعلق یې له سوات سره دی.٬٬

تحصیلدار،پروېز احمد زیاته کړه،ناڅرګنده کسان،چې پرموټرساییکل راغلي،له پېښې وروسته په تېښته کي بریالي شوي دي.دا چې له پېښې وروسته،اوس څه پلټنې پېل شوي او څوک په دغه لړ کي نیول شوي او که څنګه؟د ډاډر تحصیلدار د پوښتنو په ځواب کې ووېل٫٫موږ دا وخت د لټون عملیات پېل کړي.چون پېښه تازه ده او بیا د شپې شوې،ځکه نو یو څه وخت خو به اخلي.بیا به هم درته ووایم،چې یو څه پرمختګ مو کړی او د پېښې په تور مو څلو شکمن کسان نیولي دي.٬٬

یاده دي وي چې د مومندو له برید وروسته،پاکستان د احتجاج په توګه د تورخم له پولې سره سره،د کوټې چمن پوله هم د نېټو تېل وړونکي ټېنکرو په وړاندي تړلې،چې له کبله په کوټه او چمن کي په سلګونه ټېنکري ولاړې دي.تېره ورځ د بلوچستان وزیراعلی نواب اسلم ریېساني امر کړی وو،چې د ناټو ټېنکرې دې ژر تر ژره له سیمې ووځي،ولي چې وېره ده،وسلوال به بریدونه پرکوي،دغه رنګه د عامو خلکو ژوند ته به خطر را مخته کېږي.د وزیراعلی له امر وروسته دغه ټېنکرې بیرته د کراچۍ پر لور روانې وې،چې د برید ښکار شوې.

دا هم د یادوني وړ ده چې د تېر جمعرات په ماښام هم په کوټه کې د نېټو پر ټېنکرو برید شوی وو،چې پکې د چارواکیو د وېنا تر مخه،څه نا څه ۳۰ ټېنکرو ته زیان رسېدلی وو

دلته دا خبره هم مهمه ده چې تر اوسه په بلوچستان کي د ناټو پر ټېنکرو د برید پړه کومې وسلوالې ډلې یا سازمان په غاړه نه ده اخیستې او نه بیا چارواکیو څرګنده کړې،چې دا بریدونه څوک کوي؟
XS
SM
MD
LG