د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د کابل بانک پخوانی مشر دې افغان حکومت ته وسپارل شي"


د کابل بانک پخوانی مشر ډاکټر عبدالقدیر فطرت په ۲۱مه فبرورۍ ۲۰۱۱م کال له آزادي ريډيو سره د مرکې پر مهال
د کابل بانک پخوانی مشر ډاکټر عبدالقدیر فطرت په ۲۱مه فبرورۍ ۲۰۱۱م کال له آزادي ريډيو سره د مرکې پر مهال
افغان ولسشمر حامد کرزي د امریکا له حکومته وغوښتل چې د افغان مرکزي بانک پخوانی ریس عبدالقدیر فطرت دي وروسپاري. فطرت د کابل بانک د لانجی په اړه په څیړنو کې ښکیل و چې وروسته امریکاته وتښتیدو.

د افغانستان بانک پخوانی ریس د کرزي ادارې د کابل بانک په لانجه کې په فساد تورن کړی دی خو هغه ویلی چې دی په دې خاطرامریکا ته تښتیدلی چې په کابل بانک کې د فساد د څیړنی په خاطر یې ژوند په خطر کې و.

کابل بانک چې د افغانستان یو لوی خصوصي بانک دی او امنیتی ځواکونو او د ادارو د کارکونکونکو تنخواګاني هم ددې بانک له لاری ورکول کیږی، تیرکال نژدې وه چې دیوالییه شی.

په دی بانک کې ترټولو لوی ونډه لرونکی، د ولسمشر کرزي او د هغه د لومړي مرستیال وروڼه دي چې له دې بانکه یې په سلګونه میلیون ډالره پورکړي او په دوبی کې یې پری جایدادونه اخیستي دي.
XS
SM
MD
LG