د لاسرسي ځای

په روس کې مظاهرو د پوټین شهرت زیانمن کړ


په مسکو کې د انتخباتي نتیجو ضد مظاهره.

په مسکو کې د انتخباتي نتیجو ضد مظاهره.

د روسیې د پلازمېنې ماسکو په ګډون په نورو ښارونو او ښارګوټو کې خلکو په پارلېماني انتخاباتو کې د ادعا شوو د رغلېو ضد مظاهرې کړې ، او د شوروي د متېدو وروستو دا لومړی ځل دی چې په روس کې دومره لوېې مظاهرې کېږي. سرکاري پوليس د مظاهره چيانو شمير شل زره ښيي خو د اپوزيشن غړي وايي چې دا شمير تر يو لک پورې وو.

په ماسکو کې مظاهره چيانو له حکومته د سردوارې ټاکنو او د مخالفو ډلو د مشرانو خوشي کولو غوښتنه کوله.د مخالف ګوند يوې مشرې يوي جينيا شريکوه د مشال ريډيو د خبر مرکزي څانګې سره يي په خپلو خبرو کې وويل چې انتخابات شفاف نه وو.

( زموږ ړومبۍ غوښتنه دا ده چې د انتخاباتو وروستو نيول شوي سياسي قيديان دې خوشي کړل شي او دویمه غوښتنه مو دا ده چې انتخابات دې بيا وشي ، يقيناً نوي انتخابات زموږ تر ټولو مهمه غوښتنه ده خو د دي سره زموږ نور هم يو شمير شرطونه دي)

دمخالفې ډلې مشرې شرېکوه وويل دې شرطونو کې يو شرط دا همدی چې د مرکزي اليکشن کميشن مشر ولادمير چوروف دې له خپلې څوکۍ استعفی ورکړي، د هغه د کار دې پلټنه وکړل شي او په انتخاباتو کې چې کومې درغلۍ شوي د هغې پلټنې دې وشي.

نوموړي زياته کړه د سياسي ګوندونو د رجسټرکولو په قانون کې دې بدلون وکړل شي چې دارنګ د اپوزيشن ټول ګوندونه په انتخاباتو کې برخه واخلي.

په مسکو کې مظاهره چیان په انتخباتو کې د ادعا شویو درغلیو ضد راوتي دي

په مسکو کې مظاهره چیان په انتخباتو کې د ادعا شویو درغلیو ضد راوتي دي

د مظاهرو منتظيمين وايي، که حکومت د دوی غوښتنې ونه منلې نو دوی به د دسمبر په څليرشتمه نېټه بيا احتجاج کوي .

په ماسکو کې د مظاهره چيانو نارې وې د پوټين بغير روس او نوي انتخابات .

په دې مظاهره چيانو کې يوه نهه ويشت کلنه سیویل انجينېره لېديا هم وه هغي د خپلو احساساتو څرګندونه څه داسې وکړه .

(موږ داسې احساسوو چې دا يوه تاريخې ګړۍ ده ، موږ کله هم په دومره شمېر کې خلک نه وو ليدلې چې مظاهرو ته راوتي وي او د بې شرمه دروغو پرضد ولاړ وي)

په روس کې د حکومت ضد روانې مظاهرې ټول هېواد ته په غځېدو دي. دا مظاهرې د وزيرعظم ولاد مير پوټین لپاره لویه ننګونه ده. نوموړي له تېرو دولس کالونو راهیسې په واک کې پاتې شوې. او اوس د دوه زره دولسم کال د صدارتي انتخاباتو لپاره تيارۍ کوي.

تمه څرګنديده چې پوټين به دا صدارتي انتخابات وګټي خو کارپوهان وايي چې په روس کې د حکومت پرضد روانې مظاهرې ښايي د پوټین شهرت ته دومره زيان رسولي وي چې مخکې وړاندې یې تصور نه کېدی .

همداراز د روس مرکزي الېکشن کميشن مرستيال مشر انټر فيکس خبري اژانس ته ويلي چې د پارلېماني انتخاباتو د نتيجو پخلی او تایید شوی او د وټونو د بيا شمېرني هيڅ ضرورت نه شته.
XS
SM
MD
LG