د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانیو طالبانو له حکومت سره له خبرو انکار کړی


د پاکستانیو طالبانو یو کمندان ملا دادالله په کوچني اختر د دوی لخوا له باجوړه د تېښتول شویو ماشومانو په اړه له میډيا سره خبرې کوي.۶ سپټمبر ۲۰۱۱
د پاکستانیو طالبانو یو کمندان ملا دادالله په کوچني اختر د دوی لخوا له باجوړه د تېښتول شویو ماشومانو په اړه له میډيا سره خبرې کوي.۶ سپټمبر ۲۰۱۱
د پاکستاني طالبانو وياند احسان الله احسان اسوسييټډ پریس خبري اژانس سره په خبرو کي هغه راپورونه رد کړي چې له پاکستاني حکومت سره د روغه جوړه کوي.

احسان الله احسان ویلي ددوی ډله د پاکستاني حکومت سره په هيڅ قسمه خبرواترو کی ښکيله نه ده.

د پاکستان د حکومت سره د سولې د خبرو اترو کولو پخلي په باجوړ قباييلي سيمه کي د طالبانو يو کمانډر مولوي فقير محمد کړي وو ، چي بيا په ياده شوي سيمه کي د وسله والو يو بل کس ملا دادالله په ټیلیفون مشال ريډيو ته ویلي چې د روغې جوړې خبرې د مولوي فقير محمد ذاتي دريځ کېدای شي.

مولوي فقير محمد هغه لومړۍ د طالبانو مشر دی چې له پاکستاني حکومت سره يي د سولې د خبرو اترو په اړه رسنيو ته په يوي ټيليفوني مرکه کي ويلي ول چي د هغه کسانو د پاکستان له اړونده یا متعلقه حکومتي چارواکو سره خبرې اترې کړي دي. او زياته کړي يې وه چي ډير ژر به له حکومت سره د سولې تړون لاسلیک کړي چې له مخه به يې د طالبانو څلور کلنۍ ياغيتوب ختم شي.

بلخوا د پاکستان وزير اعظم يوسف رضاګيلاني هم له طالبانو سره د خبرو کولو پخلي نه دی کړي خو وايي چي دا يو روان بهير دي چي څنګه د اورپکو لخوا د ترهګرۍ مخه ونیسي.


په تیر وختونو کې هم له وسله والو طالبانو سره د سولې تړونونه لاس لیک شوي خو بيا مات شوي دي.
XS
SM
MD
LG