د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیکا له کوکنارو پاک ولایت


نقیب الله متونوال - خوست

د پکتیکا د کرنې ریاست چارواکي، وایې چې په دې ولایت کې هېڅ کوکنار نه کرل کیږي او له مرکزي دولت او نړیوالو مرستندویه مؤسیسو څخه غوښتنه کوي، چې له دوی سره د زراعت او باغدارۍ په برخه کې مرسته وکړي چې دا ولایت د تل لپاره له کوکنارو پاک ولایت پاتې شي.

د پکتیکا د کرنې یاست د ترویج مدیر توریالی د کوکنارو د نه کرلو لامل د بزګرانو مینه د غنمو ، جوارو او نورو کښتونو سره ښيي او زياتوي، چې د کوکنارو کښت له اوله هم نه په دې ولايت کې نه وو دود او نه یې قاچاقبري کيږي.

نوموړى زياتوي:)) په پکتیکا کې کوکنار کرل هیڅ دود نه دي او قاچاقبران هم نشي کولاى، چې په پکتیکا کې دغه ناروا کر دود کړي او خلکو ته یې د کرلو او د حاصلاتو د بازار موندنې لارښوونه وکړي)).

د توريالي په خبره، چې له تېرو څوکلونو راهیسي دوی داسي راپورنه ندي ترلاسه کړی، چې د پکتیکا په کومه برخه کې دي کوکنار کرل شوي وي.

د پکتیکا ولایت بزګران هم وایې، چې دوی نه غواړي کوکنار وکري خو له حکومت او نړيوالو مؤسسوغوښتنه کوي، چې د اصلاح شویو تخمونو، سرې د ونو او بوټو ناروغیو درمل او د کارېزونو پاکولو او بندونو په برخه کې دې ورسره مرسته وکړي.

د یادونې ده، چې د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې اوس هم کوکنار کرل کیږي او د مخنیوي لپاره یې دولت او نړیوالې ټولنې په مېلیونونو ډالر هم لګولي خو د اکثرو بزګرانو شکایت داوي، چې له دوی سره ژمنه شوي مرستې تر دوی نه ور رسیږي او دوی له مستی نه، بلکې له نېستۍ دا کارکوو.
XS
SM
MD
LG