د لاسرسي ځای

تازه خبر

شپه ده د نکریزو


د جلال اباد په یوه دوکان کې نکریزې خرڅېږي
د جلال اباد په یوه دوکان کې نکریزې خرڅېږي
باز محمد عابد، مشال راډیو

جلال اباد
- په پښتني ټولنه کې د ودونو په مراسمو کې داسې رسمونه له پخوا نه پاتې دي چې اوس هم پالل کيږي.

په دې رسمونو کې يو هم په ودونو کې د نګريزو شپه ده چې درې لسيزې پخوا به د ننګرهار ولايت په بيلابيلو کليو کې د واده د زلمي له کوره يوه ډله ښځې ا و نجونې د ناوې کور ته تلې د سندرو او اټنونو په تر سره کولو به يې ناوې ته نکريزې پورې کولې.

خو په تيرو دريو لسيزو کې پيښور او شاو خوا سيموته په کډوالۍ ډيرو افغانانو يو لړ کلتوري بدلونونه هم له ځانه سره راوړي، چې يو هم په کې په ودونو کې د ځوانانو د نګريزو د شپې جوړول دي.

اوس په ودونو کې ډله ډله ځوانان د زلمي کور ته په ډول او نغاره ورځي په نکريزو کې يې شمعې لګولې وي، نڅاوې کوي او يو يو د واده له زلمي سره کينې او په ګوته ورته نګريزې پورې کوي.

په جلال اباد کې د سنګر په نوم يو تن ځوان وايي چې د واده د زلمي خپلوان او نيږدې ملګري د يوې ميلې په شکل راټوليږي، د نکريزو پروګرام جوړوي چې زما په نظر دا د ساعتيرى او خپل ملګري ته د خوښى د اظهارولو ډير ښه عمل دى.

د عرفان الله بيدار په نوم يو بل تن وايي چې په جلال اباد کې د يوه واده لپاره پنحلس، شل ورځې مخکې تابيا نيول کيږي، د واده د زلمي خپلوان او دوستان په نمبر، نمبر د نکريزو شپه جوړوي، دا په دې مانا چې د واده زلمي ته خپل اخلاص ښيي. مينه ښيي او د نکريزو شپه يوه واده ته ډيره ښکلا وربښي.

خو يو شمير ځوانان بيا د دې رواج مخالفت کوي، له دې ډلې څخه يو هم نصير مومند دى چې وايي پخوا به په ودونو کې نکريزې د هلک له کوره د جينى کور ته وړل کيدې، خو په دې وروستيو کې ځوانان د نکريزو شپې جوړوي چې زما په نظر دا رسم له هندوانو څخه راپاتى دى.

خو له دې هر څه سره سره اوس د جلال آباد ښار او شاو خوا ډيرو کليو کې ځوانان تر واده د مخه د نکريزو شپه جوړوي چې د وخت په تيريدو سره دې رسم پرمختګ هم کړى دى.

نکريزې په اول سر کې پاڼه پاڼه وي، د نکريزو پاڼه په خپل ظاهري شين والي کې د ښايست باطني سره هم لري. د نکريزو پاڼه شاعرانه ذوق ته عجيبې ښکلاوې وربخښي. د ناوې سره لاسونه، د اختر ورځ او يا پر نکريزو ټکور شوي لاسونه. د نکريزو پاڼه دا ټولې ښکلاوې په خپل باطن کې لري. خو دا باطني ښکلاوې هغه وخت ظاهروي چې د نکريزو پاڼه پاڼه په درغنې ميده شي نو بيا د ناوې د لاسونو او پښو سينګار شي.
XS
SM
MD
LG