د لاسرسي ځای

ناټو ته د سامان وړلو پر وخت سړکونو ته تاوان


د ناټو پر ټانکرو په برید کې ۳۰ ټانکرې او کنټینرې وسوزېدې.

د ناټو پر ټانکرو په برید کې ۳۰ ټانکرې او کنټینرې وسوزېدې.

پاکستان ویلي، په افغانستان کې مېشت ناټو ځواکونو لپاره د دې هیواد له لارې د سامان وړلو له کبله سړکونو ته د ۴۰ اربه روپیو تاوان رسېدلی دی.

د جمعې پر ورځ، په سینېټ کې د یوې پوښتنې په ځواب کې د پاکستان د مواصلاتو وزیر ارباب عالمګیر وویل، د دې تاوان د پوره کولو لپاره پاکستان ناټو ته لیک استولی دی، خو لا تر اوسه ځواب نه دی ورکړل شوی.

نوموړي زیاته کړه، دوه کاله وړاندې یوه سروې شوې وه چې په کې ویل شوي ول، په تېرو اتو کالونو کې د ناټو د سامانونو د وړلو له وجې د پاکستان سړکونو ته د یو ارب ډالر تاوان رسېدلی دی.

د نومبر په ۲۶مه د ناټو لخوا په مومندو کې د ۲۴ پوځیانو تر وژنې وروسته پاکستان د ناټو لپاره د سامان وړل ودرولي دي.

له پاکستانه سامان د تورخم او چمن له لارو افغانستان ته ځي.

د پنجشنبې په شپه په کوټه کې پر ټرمینال پر درول شویو ټانکرو او کنټینرو وسله والو برید وکړ چې په کې ۳۰ ټانکرې او کنټینرې وسوزېدې چې ناټو ته یې تېل وړل.

د تورخم و چمن پر لارو، په بیا بیا وسله والو د ناټو تېل وړونکي ګاډي په نښه کړي دي چې په کې د کله کله لسګونه ټانکرې په یو ځل سوزول شوې دي.

د پاکستان و امریکا تر منځ اړیکي د ۲۰۱۱ز کال پر مهال خراب پاتې شوي دي.
XS
SM
MD
LG