د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بشري حقونو نړیواله ورځ او قبایلي سیمې


په پاکستان کې د بشري حقونو د کار کوونکو کار ډېر ګران شوی دی.
په پاکستان کې د بشري حقونو د کار کوونکو کار ډېر ګران شوی دی.
ګل ایاز، مشال راډیو

په داسې حال کې چې د بشري حقونو نړیواله ورځ د ډیسمبر په لسمه ده، نو تر دې یوه ورځ مخکې په قبایلي سیمې خیبر کې د بشري حقونو کار کوونکی زرتیف اپریدی وسله والو وژلی دی.

د بشري حقونو ادارې هم وايي چې په قبایلي سیمو کې د دوی کار کوونکي له ډېرو مشکلاتو سره مخامخ دي.

دا مهال د بشري حقونو مختلفې ادارې په دې سیمو کې کار کوي.

په اسلام اباد کې د ښځو د حقونو لپاره کار کوونکې ادارې عورت فاونډېشن یوه کار کوونکي ملک عاصم مشال راډیو ته وویل، پخوا په دې سیمو کې د ایف سي آر پر قانون سر بېره هم خلکو ته د جرګو له لارې حقونه ملاوېدل:

((پخوا یو نظام موجود وو. په هغه نظام کې ملکي سسټم وو، په هغې کې مشري او کشري وه، پر مقامي کچ که څه هم پر دې سر بېره چې ایف سي آر قانون عملي وو، د قبایلو خپل یو رسم و رواج او دودونه ول. په دې کې به لږ تر لږه په مقامي سطح پرمختګ کېدای شو، او د دې له وجې به خلکو ته څه نا څه فایدې ملاوېدې.))

د پاکستان د بشري حقونو د ادارې یو مشر کامران عارف وايي، د بشري حقونو د خوندي ساتلو لپاره په قبایلي سیمو کې امن ضروري دی.

(( د بشري حقونو کار کوونکو لپاره کار ډېر ګران شوی دی. پخوا په دې سیمو کې امن وو او اوس په دې علاقو کې امن نشته، او د بشري حقونو کار کنان په نښه کېږي. د اصلاحاتو درې کاله وشول خو د بشري حقونو کار کوونکو حالات ډېر خراب شوي دي.))


نه یواځې په قبایلي سیمو کې، بلکې په بلوچستان کې هم د بشري حقونو حالت ښه نه دی.
نه یواځې په قبایلي سیمو کې، بلکې په بلوچستان کې هم د بشري حقونو حالت ښه نه دی.
په اسلام اباد کې د بشري حقونو فعال او کار پوه اېمل خټک مشال راډیو ته وویل، په ټول هیواد کې او په ځانګړي ډول په قبایلي سیمو کې د بشري حقونو کار کوونکي ډېر زیات له ستونزو سره مخامخ دي. او د دوی د ساتنې لپاره هیڅ ګامونه نه اخیستل کېږي.
((د پاکستان ځېنې بنیادي قوانین په قبایلي سیمو کې نه دي عملي، او په دې سیمو کې ځانګړي قوانین دي او په هغې کې د عام وګړي لپاره څه سیاسي، [ټولنیز او یا هم] انساني هغه هومره نه دي حاصل څومره چې د پاکستان په نورو برخو کې خلکو ته حاصل دي. نو هم په دې وجه دوی له یو ډېر غټ مشکل سره مخامخ دي. دویم غټ مشکل دا دی چې کومې وسله والې ډلې دي، د دې ډلو زیات زور په قبایلي سیمو کې دی. نو یو طرف ته دغه ګروپونه دي نو بل طرف ته، حکومتي اورګانونه دي او که هغوی د حق خبره کوي، چې په هغې دواړه خپه کېدای شي.))

د پاکستان د بشري حقونو د ادارې یاد مشر کامران عارف وايي: ((د بشري حقونو چې څومره نورو سیمو کې حاجت دی، دومره یې په قبایلي علاقو کې هم ضرورت دی. هلته د حکومت واکداري ورځ په ورځ کمېږي. تاسې ته مالومه ده چې د بشري حقونو تحفظ او دا ولس ته ورکول، د حکومت کار دی. چې هلته د حکومت عمل داري نشته نو هلته د بشري حقونو حالت هم ورځ تر ورځې خرابېږي.))

بیا اېمل خټک هم په دې خبره ټینګار کوي چې د قبایلي سیمو لپاره د بشري حقونو ډېره زیاته اړتیا ده:

((په قبایلي سیمو کې یوه خبره دا ده چې هلته د انساني حقوقو په برخه کې د کار ډېر ضرورت دی. دویمه خبره دا ده چې په دې سیمو کې، د کارونو اثر ځکه هم سېوا وي چې هلته لوږه زیاته ده. هلته تنده زیاته ده. داسې قسمه کارونو لپاره یا د داسې قسمه خبرو لپاره، چونکې هلته خلک تر یو ناوړه نظام لاندې ژوند کوي، په هغې کې خلکو ته د هغوی بشري حقوق، سیاسي، اجتماعي، ټولنیز او قانوني حقوق نه دي حاصل نو هلته د دې قوانینو زیات ضرورت دی. او هغه خلک زیاته تنده لري.))

که څه هم د پاکستان حکومت وخت تر وخته په قبايلی سيمو کې د اصلاحاتو خبرې کوي او په دې وروستيو کې يو شمير ګامونه هم پورته کړل شوي چي هلته د انګرېز د وخت په قانون ايف سي ار کې اصلاحات راولي، خو د بشری حقوقو زياتره کارکونکي په دې اند دي چې تر هغې چې په دغه سيمو کې امنيت نه وی پرځای شوی، تر هغه مهاله، د بشري حقونو په پوره توګه يقيني کول ګران دي.
XS
SM
MD
LG