د لاسرسي ځای

تازه خبر

د زرداري تګ، افوا که حقیقت؟


د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري
د پاکستان د ولسمشر اصف علي زرداري دوبۍ ته د علاج لپاره تر تللو وروسته د دې هیواد په میډیا کې د هغه د واکه د لرې کېدو افوا ګانې خپرې شوې دي خو د پاکستان حکومت دا خبرې ردوي.

امریکا هم ویلي، باور نه کوي، چې په پاکستان کې د اصف علې زرداري د واکه د لرې کولو لپاره د پوځي کودتا تیارۍ کېدای شي روانې وي.

بل پلو د مسلم لیګ نواز ډلې مشر نواز شریف هم دا افوا ګانې بللې دي او ویلي یې دي چې پاکستان د مارشل لا (پوځي واکمنۍ) توان نه لري.

پوښتنه دا ده چې دا افوا ګانې څوک او ولې خپروي؟ او ایا په ریښتیا هم ټاکل شوی حکومت له داسې ستونزو سره مخامخ دی چې هغه د دې ډول افوا ګانو لامل ګرځي؟

په پاکستان کې د اصف علي زرداري له واکه د لرې کېدو اوازو نه یواځې په هیواد کې دننه، بلکې د نړۍ نور هیوادونه، په تېره بیا امریکا هم اندېښمنه کړې ده.

که څه هم امریکا دا یواځې او یواځې اوازې بللي خو البته همدې افوا ګانو امریکا غبرګون ته اړ کړله.

په اسلام اباد کې د پاکستان د انګرېزي ژبې ورځپاڼې مشر ضیا الدین د پاکستان پر جاسوسي ادارې آی ایس آی تور پورې کوي چې د دې اوازو تر شا ده:

((زما دلته په اسلام اباد کې شا و خوا ۳۰ کاله کېږي چې خبریالي کوم او ما لیدلي چې دلته هر څه ممکنه دي. کله چې دوی حکومت لري کول غواړي نو هفته، نیمه یا میاشت، یوه نیمه د هغه پر ضد اوازې پیل کړي، چې بس نو نور دا حکومت روان دی.))

ضیا الدین وايي: (( نو د دې لپاره هغوی میډیا استعمالوي. د میډیا خلکو ته ژر لاس رسی کېږي، ځکه پر موږ خو وحي نه کېږي بلکې سرچینه یا ذریعه استعمالوو، نو که د خبر سرچینه هغه وي چې استعمالول غواړي نو نور نو څه په کې وايي!! په موږ کې ځېنې داسې هم شته چې په خپله خوښه د هغو لپاره کار کوي. ځېنې بیا دوی په میډیا کې برتي کړي دي. د میډیا ځېنې ادارې دوی خپله چلوي او پیسې ورکوي. دا هر څه استعمالوي. بیا هفته، لس ورځې او میاشت دا اوازې خپروي چې دا رنګه خلک په ذهني توګه تیار شي چې حکومت بس تلونکی دی. د بوټو، بېنظیرې، او نواز شریف د حکومتونو تر له منځه وړلو مخکې هم داسې اوازې خپرې کړې وې. په دې دوران کې دوی ورسره، ورسره بیا د کرپشن په نوم حکومت بدنامه کول هم پیل کړي.))

که څه هم د افوا ګانو د خپرولو شا ته د آی ایس آی د لاس لرلو خبره د ضیا الدین شخصي نظر دی خو خپله د واکمن ګوند په ګډون هیچا په ښکاره، پر جاسوسي ادارې، په رسمي توګه تور نه داسې نه دی لګولی.

خو دلته پوښتنه دا ده چې که افوا ګانې یو طرف ته کړو او دا وګورو چې ایا واکمن ګوند په ريښتیا هم له داسې ستونزو سره مخامخ دی چې هغه د داسې افوا کانو ارزښت نور هم زیاتوي؟

په اسلام اباد کې د سیاسي چارو خبریال اعجاز مهر که څه هم د حکومت تلل افوا بولي، خو مني چې حکومت پر یو مهال له یو شمېر لویو ستونزو سره مخامخ دی.

((نړیوال فشار هم دی. لکه چې ولیدل شول د ناټو تر برید وروسته له بون کنفرانسه بایکاټ (پرېکون) وکړل شو. د ناټو سپلایي وتړل شوه. د شمسي د پوځي اډې د خالي کولو ویل شوي دي. د دې تر څنګ په هیواد کې دنهه هم حکومت د مختلفو حلقو له خوا له فشار سره مخامخ دی چې په کې سیکیورټي ایسټیبلېشمنټ، میډیا او عدلیه هم شامله ده. او پخپله د واکمن پیپلز ګوند دننه چې کوم تضادات دي، د هغو له کبله هم حکومت له دباو سره مخامخ دی.))

تر اوسه پورې زیاتره ګوندونه د حکومت د تللو پر افوا ګانو غلي دي.

داسې وېره وه چې که داسې حالات د پاکستان پوځ پیدا کول هم وغواړي نو د دې لپاره کېدای شي د پاکستان د حزب اختلاف ګوند مسلم لیګ ن غاړه کېږدي، خو د دې ګوند مشر نواز شریف دا څرګندونې چې پاکستان د افوا ګانو کور دی، او هیواد نور د مارشل لا توان نه لري، د ممکنه سیاسي بدلون پر هیلو اوبه واړولې.

اعجاز مهر وايي، د نواز شریف بیان د اصف علي زرداري حکومت ته یوه نوې سا ورکړه.

(( دا وخت سپریم کورټ هم پر داسې اخلاقي مقام ولاړ دی چې د هیڅ ډول غیر اییني اقدام په حق کې نه دی او چیف جسټس په بیا بیا په ښکاره دا خبره کړې هم ده. نو د سیکیورټي ایسټیبلېشمنټ په مخ کې لوی رکاوټ (خنډ) دا دی چې څنګه داسې لار خپله کړي او د اوسني حکومت یو داسې نعم البدل مخې ته راوړي چې هغه نړیوالو ته هم، او هیواد دننه هم د منلو وړ وي.

که داسې نه وي نو که سبا نواز شریف او پیپلز پارټي په ګډه د هغه نظام پر ضد سیاسي مبارزه کوي نو بیا د دوی راوړل شوی نظام به پایداره نه وي. نو ځکه د واک سرچینې د ملک اقتصادي حالاتو او نورو ستونزو ته په پام سره څه فیصله نشي کولای، نو دا هم د اوسني حکومت په ګټه تمامېږي.))

د دي ایکسپریس ټرېبیون مشر ضیا الدین وايي د اصف علي زرداري په واک کې له راتلو سره سم د پاکستان د واک سرچینې پرېشانه کړې دي. او اوس چې د هغه د واک وروستی کال په پیلېدو دی د هغو پرېشاني نوره هم په زیاتېدو او افوا ګانې د دې پریشاني یو ډول څرګندونه کوي.
XS
SM
MD
LG