د لاسرسي ځای

تازه خبر

د القاعده پر ضد کامیابي کله اعلان کړل شي؟


د القاعده اوسنی مشر ایمن الظواهري
د القاعده اوسنی مشر ایمن الظواهري
ژباړه: اسرار عالم مومند، مشال راډیو

د فرانسې د خبري اژانس په یوه رپورټ کې راغلي د القاعده مرکزي کمان دومره کمزوری کړل شوی دی چې امریکايي کار پوهان وايي چې کله او څنګه د اسامه بن لادن د جوړ کړي دې تنظیم پر ضد د ګټې اعلان وشي.؟

د ۲۰۱۱ز کال د مې په دویمه نېټه د اسامه بن لادن وژنه او ور پسې د اګست په میاشت کې د بې پیلوټه الوتکې په حمله کې د عطیه عبد الرحمان له وژنې سره د القاعده مشر تابه له ډېرې ګډوډۍ سره مخامخ شوی دی.

کار پوهان وايي، یواځې دوه کسان د القاعده په مشرتابه کې ژوندي پاتې دي چې مهم کسان دي. دا دوه کسان ایمن الظواهري او ابو یحیا اللبي دی.

د اژانس په خبره، دوی هم له منځه وړل په کار دي.

هلته د نیو امیریکن فاونډېشن په اداره کې یو کار کوونکی برېن فېشمن وايي، القاعده کله هم په بشپړه توګه نه شي ورکېدای او یو نه یو کس به داسې وي چې د القاعده په نوم به ټوپک راخلي.

نوموړی وايي: ((موږ ته په کار دي چې له دوی سره داسې ژوند کول زده کړو لکه چې په امریکا کې یو کس تور پوستی یا پولیس ووژني او بیا وویل شي چې هغه نیو ناڅي دی.))

فېشمن واييي، په لوی کچ القاعده له بایلات سره مخامخ ده او دغه یواځې د لېوانو یوه ډله پاتې شوې ده.


بل پلو انډریو اېکزم چې په عراق و افغانستان کې یو پوځي مشر پاتې شوی وايي، کېدای شي په راتلونکي کال (۲۰۱۲) یا په ۱۸ میاشتو کې القاعده په بشپړ ډول ورکه شي.

نوموړی وايي، القاعده ډله ډېره ځپل شوې او د ایمن الظواهري له مرګ سره به نوره هم اغېزمنه شي.

همدا راز، د القاعده لخوا د خطرو د کمېدو له وجې کېدای شي امریکا په خپل بجټ کې هم کمی وکړي.

نو ځکه یو امریکايي چارواکی هم دا خطر پر خپل سر نشي اخیستای چې په رسمي توګه د القاعده پر ضد د بریا اعلان وکړي.

د پنجشنبې په ورځ، سپینې ماڼۍ داسې پلان په ډاګه کړی وو چې تر مخې یې یو داسې ستراتیژی به عملي کړل شي چې د هیواد دننه د ترهګرۍ او د القاعده لخوا مسلمانان د تره ګرۍ لپاره د هڅولو مخه ونیول شي.

کار پوهان وايي، که القاعده موجوده مشر ایمن الظواهري او د هغه مرستیال ابو یحیا اللبي ووژل شول نو بیا په دې ډلې کې داسې مشهور کس نشته چې د دوی ځای ونیسي.
XS
SM
MD
LG