د لاسرسي ځای

تازه خبر

له افغانستانه د سر تېرو د ایستلو په اړه بحث


د برتانیې وزیر اعظم ډېوېډ کیمرون
د برتانیې وزیر اعظم ډېوېډ کیمرون
ژباړه: ګل ایاز، مشال راډیو

د برتانیې د قامي سلامتیا شورا به له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ایستلو په اړه را روانه اوونۍ غونډه کوي.

اسوشي اېټډ پریس اژانس لیکي، د برتانیا وزیر اعظم ډېوېډ کیمرون له دفتره په خپور شوي بیان کې ویل شوي، چې په راتلونکې اوونۍ کې به د افغانستان د هېلمند په ولایت کې ځای پر ځای ۹۵۰۰ سرتېرو په اړه خبرې اترې وشي.

ګارډین ورځپاڼه لیکي د ځواکونو د ایستلو په اړه یو تجویز دا هم دی چې تر ۲۰۱۳ز کال پورې به ۴۰۰۰ سر تېري له افغانستانه و ایستل شي.

تر دې وړاندې کیمرون د ۲۰۱۲ز کال تر پایه د ۵۰۰ پوځیانو د ایستلو پخلی کړی وو او تر ۲۰۱۴ز کال پورې به خپل ټول جنګي پوځیان له دې هیواده وباسي.

اسوشي اېټډ پریس اژانس وايي د برتانیې د امنیتي ادارې د یوې نا څرګندې ویاندې حواله ورکړې ده او لیکي، د قامي سلامتیا شورا به په افغانستان کې تر ۲۰۱۴ز کال مخکې او تر دې وروسته د حکومت نظر ګوري.

ویانده وايي، د افغانستان او د پر مختیا او امدادي کارونو په اړه به هم خبرې اترې وشي.

ویانده زیاتوي، نړیواله ټولنه به له افغانستان سره تر ۲۰۱۴ز کال وروسته هم مرستو ته دوام ورکوي چې د دې هیواد سلامتیا، امنیت او خوشالي پر ځای وساتي.

اسوشي اېټډ پریس اژانس لیکي، تر دې مخکې د دفاع وزارت په افغانستان کې د یوه برتانیوي سر تېري د وژنې پخلی کړی وو.

وزارت وايي، د پوځیانو د انجینرۍ د څانګې سر تېري تېره اوونۍ د افغانستان هېلمند ولایت نهر سراج ولسوالۍ کې د سړک تر غاړې د ښخ کړل شوي بم په چاودنه کې ژوبل شوی وو چې وروسته په برتانیې کې مړ شو.
XS
SM
MD
LG