د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ناټو کنټینرې د پاڼ او پړانګ تر منځ دي


د ناټو کنټېنرو ډریوران دا مهال په سخت تکلیف کې دي.له دوی سره د جیب خرڅ هم ختم شوی دی.
د ناټو کنټېنرو ډریوران دا مهال په سخت تکلیف کې دي.له دوی سره د جیب خرڅ هم ختم شوی دی.
خدای نور ناصر - مشال ریډيو کوټه

د نومبر په ۲۶ نېټه د مومندو د سللاله تر برید وروسته پاکستان په افغانستان کي میشت ناټو ځواکونو ته سامان وړونکي کنټینرې پر تورخم او چمن د ډیورنډ کرښې بلې غاړې ته له اوښتنو ودرولې. له تیرو څو کلونو راهیسي د چمن او تورخم پر لاره دا کنټینري په افغانستان کي میشت د ناټوځواکونو ته سامانونه وړي.

سره له دې چې د پاکستان په بیلا بیلو سیمو کي په دې کنټینرو په بریدونو کي يو شمیر کسان وژل شوي او ټپيان شويدي. خو بیا هم دغه کاروانونو خپل مزل وهلی. خو اوس دا دی کابو دولس دیارلس ورځې کېږي چې دغه مال وړونکې ګاړۍ،او کنټېنرې له سامانونو ډکې ځای پر ځای ولاړې دي.

ددغه لاریو او ټرکونو چلونکي په څه حال کې دي؟په دې اړه په کوټه کي ددغه کنټينرو يوه چلوونکي مشال ریډيو ته وویل.

موږ دلته شاوخوا پنځوس کلینران او پنځوس ډرائيوران يو. نن دوولسمه دیارلسمه ورځّ ده چي همدلته يو نه مو هم افغانستان ته پرېږدي او نه هم کراچۍ ته.

د ناټو کنټېنرو ډریوران دا مهال په سخت تکلیف کې دي.له دوی سره د جیب خرڅ هم ختم شوی دی.
د ناټو کنټېنرو ډریوران دا مهال په سخت تکلیف کې دي.له دوی سره د جیب خرڅ هم ختم شوی دی.
بختورنومي دا تن له خپلو سلو نورو ملګرو سره د کوټي په غربي بای پاس اوسي. دده په خبره دوی ته يوه ټیکیدار يوه کوټه ورکړې چي په کې دوی ژوند کوي. خو ددې صوبې په بیل بیل سیمو کي ولاړ ټول د کنټینرو چلوونکي د بختور په څيربختور نه دي. ډيری کسان په خپلوکنټينرو کي شپې تیروي. د کوټي په يوه بله سیمه کي د ناټو کنټینرو د تمځاي سره څيرمه د يوه هوټل چلوونکی محمدنسیم وايي، ډرائيوران يې دومره پیسې نه لري چي خوراک څښاک پرې وکړي...
محمدنسیم وايي؛

زه دلته له تیرو څو کلونو راهیسي دا هوټل چلوم. دلته اکثره وخت ماته دا د ناټوکنټینرو ډرائيوران راځي. خو اوس ماته ښکاري له دوي سره پیسې ختمي شوې دي. اکثره راته وايي پور راسره وکړه خو زه ورڅخه پټ شم. ځکه چي زه دوی ته پور وکړم بیا به زه له بازاره سامان په څه شي راوړم.

دکوټې کمشنرنسیم لهړي وايي چې په کلاعبدالله، پښين، او کوټي ټول تر پنځه سوه پوري کنټینري او ټانکري ولاړي دي. دا موږ سوکه سوکه په يوه ځاي کي سره دروو، او د تحفظ لپاره يې هم ګامونه پورته کوو.

دبلوچستان د کورنیوچارو سیکرتري نصیب الله بازيي له مشال ریډيو سره په خبرو کې وويل ، موږ ته ویل شوي وو چي يوې خواته يې هم مه پرېږدی. نوچي کله هم د مرکز له خوا داسي وویل شول بیرته به يې پرېږدو.

د ویلو وړ ده چي له کراچۍ بندره دا کنټینرې او ټانکرې په چمن پوله افغانستان ته تلې، خو د مومندو تر برید وروسته دبلوچستان په کومه سیمه کي چي هم وې، په هم هغه ځاي درول شوې دي. چي نه يې هم افغانستان ته پرېږدي او نه بیرته کراچۍ ته.
XS
SM
MD
LG