د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کابل برید ‌ذمه واره لښکرې جنګوي له کومه راووته؟


په کابل کې د تېرې سه شنبې په ورځ د عاشورا په مراسمو کې د ځانمرګي برید وروسته ژوبل ماشومان او ښځې ویر کوي.۶ ډسمبر ۲۰۱۱
په کابل کې د تېرې سه شنبې په ورځ د عاشورا په مراسمو کې د ځانمرګي برید وروسته ژوبل ماشومان او ښځې ویر کوي.۶ ډسمبر ۲۰۱۱
د مشال راډیو د خبرونو د مرکزي څانګې رپورټ

ژباړه : پامیر ساحل

په افغان پلازمېنې کابل کې د عاشورې پر ورځ د ځانمرګي برید پړه په پاکستان کې مېشتې وسله والې ډلې لښکرې جنګوي العالمي ومنله. په دې ځانمرګي برید کې چې اهل تشیع د مسلک خلکو پر یوه مزار شوی وو، لږ تر لږه ۵۵ کسان وژل شوي او له ۱۶۰ زیات ژوبل شوي ول. لښکرې جنګوي ډله څنګه پیدا شوې وه؟

په کابل کې تر برید وروسته، د ماسپښین پر مهال د قاري ابوبکر منصور په نوم یوه کس بېلا بېلو رسنیو ته وویل چې پر شیعه ګانو د شوي برید پړه لښکرې جنګوي العالمي ډله مني.

قاري ابوبکر منصور ځان د لښکرې جنګوي اورپکې ډلې ویاند په توګه رسنیو ته ور پېژندلی دی.

افغان ولسمشر حامد کرزی چې تر دې برید وروسته یې د اروپا سفر له وخته مخکې ختم کړ او کابل ته لاړ نو دا یې منلې وه چې لښکرې جنګوي دا برید کړی دی.

نوموړي په روغتون کې له ژوبلو شویو کسانو سره ولیدل او بیا یې خبریالانو ته وویل، د دې پېښې پلټنې کوي او د پاکستان له حکومت سره به په دې اړه خبرې کوي.

د برتانیې په لندن کې د چتم هاوس په نوم یوې څېړنیزې ادارې د پاکستان د چارو کار پوهه فرزانه شیخ وايي، لښکرې جنګوي ډله له یوې بلې سختدریځه ډلې انجمن سپاه صحابه پاکستان را وتلې ده. سپاه صحابه ډله غواړي پاکستان په سوني دولت واړوي. له همدې سختدریځې ډلې لښکرې جنګوي را ووته چې د ۱۹۹۰مې لسیزې پر مهال د پاکستان تر ټولو خونړۍ فرقه ییزې اورپکې ډلې په کتار کې راتلله.

فرزانه شیخ وايي، اوس لښکرې جنګوي العالمي، له لښکرې جنګوي را وتلې اورپکه ډله ګڼل کېږي.

لښکرې جنګوي ډله په پاکستان کې په ۲۰۰۲ز کال کې تر بندیز لاندې راغله ځکه چې دې د زرګونه شیعه ګانو په وژنې کې لاس در لود.

((د دې نیلې په جنوبي پنجاب کې د جنګ په ضلعې کې دي. له هغه ځایه دوی په واضح ډول د پاکستان نورو برخو ته تللي دي. په ځانګړي ډول بلوچستان ته. هلته دوی پړ دي او بې له شکه یې د شیعه هزاره ګانو پر وړاندې د وژونکو بریدونو د لړۍ پړه منلې ده.))

فرزانه شیخ وايي، د دې ډلې یو وخت د پاکستان له استخباراتي ادارو سره نېږدې اړیکي ول. نوموړې وايي، همدا لامل دی چې لښکرې جنګوي ډلې په افغانستان کې ځانته ځایونه پیدا کړل ځکه چې د اسلام اباد، د طالبانو له رژیم سره اړیکي ول.

له افغانستانه د طالبانو له وتلو سره، لښکرې جنګوي ډله بیرته پاکستان ته راغله.

خو د کار پوهانو په وینا، په پاکستان کې له حکومت سره د خرابو اړیکو له کبله دا ډله د پاکستان په قبایلي سیمو کې د القاعده متبادله شوله. د ډلې په اړه ویل کېږي چې د پاکستان پر طالبانو هم تاثیر لري. ځکه چې په طالبانو کې د لښکرې جنګوي پخواني غړي د مهمو مشرانو په توګه کار کوي.

د لښکرې جنګوي له ډلې راوتلې بله اورپکه ډله لښکرې جنګوي العالمي په پاکستان کې د خونړیو بریدونو تر شا ده. په ۲۰۰۸ز کال کې په اسلام اباد کې د میریټ هوټل برید د دې ډلې پر غاړه دی چې په کې له ۵۰ زیات کسان وژل شوي او سلګونه ژوبل شوي ول. په ۲۰۰۹ز کال کې په لاهور کې پر سري لنکايي کرکټ لوبډلې برید هم دوی کړی وو چې تر دې وروسته بیا د پاکستان دننه نړیوالې لوبې ونشوې.

او دې ډلې له ۱۹۹۹ راهیسې په بلوچستان کې د شا و خوا ۶۰۰ هزاره ګانو د وژنې پړه هم منلې ده.

فرزانه شیخ وايي، لښکرې جنګوي ښايي اوس په افغانستان او پاکستان کې په جګړه کې په پراخ کچ برخه واخلي. په سپټمبر کې د برهان الدین رباني تر وژنې وروسته د دواړو ګاونډیو اړیکي هم خراب دي او اسلام اباد په دې وروستیو کې په بون کې په غونډه کې برخه وانخیسته، ځکه چې په مومندو کې د ناټو برید ۲۴ پاکستاني پوځیان وژلي ول.
XS
SM
MD
LG