د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قومندان په ګډون ۱۶تنه وسله وال ونيول شول.



سید شاه سقیم - کندهار

د افغانستان په کندهار ولايت کې چارواکي وايي چې ۱۶ تنه وسله وال طالبان يې د کندهار په ژړۍ ولسوالۍ کې د يو لړ عملياتو پر مهال ژوندي نيولي دي .

د کندهار د والي وياند زلمى ايوبي وايي چې په نيولو شويو کسانو د وسله والو يو تن جنګي قومندان هم شامل دي او له ټولو نيولو شويو کسانو څخه دا مهال پلټنې روانې دي.

د ژړى ولسوال نياز محمد سرحدي بيا له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې د دوى په ولسوالۍ کې تر سره شوي عمليات دوه شپې وړاندې پيل شوي او اوس هم روان دي.

دى وايي په نيولو شويو کسانو کې د وسله والو طالبانو جنګي قومندان ملا روز الدين نومېږي.

(( د ملا روزالدين په مشرۍ يوه وسله واله ډله چې شمېره اوو تنو ته رسېږي په ژړۍ ولسوالۍ کې د عملياتو په لړ کې نيول شوي دي چې خپله قومندان يې هم پکې شامل دي او په دې سربېره وړمه شپه هم په ژړۍ کې عمليات شوي وو چې نهه تنه وسله وال پکې نيول شوي وو . تر اوسه پورې د ټولو نيولو شويو کسانو شمېره شپاړس ته رسېږي. ))

د ژړى ولسوال وايي چې نيولو شوي وسله وال د افغانستان د روزګان ولايت اوسېدونکي دي او له ډېره وخته يې په ژړۍ کې پر بهرنيو او کورنيو سرتېرو بريدونه کول.

په ژړې ولسوالۍ کې د دولت د مخالفو وسله وال طالبانو د ځپلو په موخه يو کال وړاندې هم ورته عمليات شوي وو چې ګڼ شمېر وسله وال پکې مړه او نيول شوي وو .
XS
SM
MD
LG