د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کابل برید افغانان سخت راپارولي


دافغانستان ولسمشر حامد کرزی د یوې ماشومې انجلۍ سر ښکلوي چې د ګل ورځ په کابل کې د عاشورې په مراسمو کې په ځانمرګي برید کې ژوبله شوېده.۷ ډسمبر ۲۰۱۱
دافغانستان ولسمشر حامد کرزی د یوې ماشومې انجلۍ سر ښکلوي چې د ګل ورځ په کابل کې د عاشورې په مراسمو کې په ځانمرګي برید کې ژوبله شوېده.۷ ډسمبر ۲۰۱۱

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې په کابل کې د عاشورا پر مراسمو د شوي ځانمرګي برید په اړه به ډیر ژر د پاکستان حکومت مهم اسناد د برابرولو وروسته وسپاري.

تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي د راپورته شویو دعوو په اړه پاخه ثبوتونه غواړي.

دافغانستان د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند فرامرز تمنا د زیارت ورځ مشال رېډیو ته وویل، چې افغان حکومت به ددې مسلې د پلټلو لپاره خپلې ټولې لازمې ډیپلوماتیکې لارې چارې پر کار اچوي.

په کابل ښار کې د تېر ګل/ سې شنبې په ورځ د عاشورا په مراسمو کې له ځان وژونکي بریده د ښځو او ماشومانو په ګډون څه باندې ۵۵ تنه ووژل شول او تر ۱۹۰ زیات ټپیان شول.د دې حملې مسوولیت په پاکستان کې میشت لښکرې جنګوي ومانه.

دې پیښې افغان حکومت اوعام افغانان ډیر سخت راوپارول او ان ولسمشر کرزي لندن ته خپل سفر وځنډاوه او له جرمني بیرته کابل ته ستون شو.نوموړي پرون د شورو/چارشنبې ورځ ماښام د عاشورا په مراسمو کې د ځانوژونکي برید په پېښه کې د ټپیانو د لیدنې پر مهال له خبریالانو سره په خبرو کې پاکستان مېشته تندلارې ډله لښکرې جنګوي د بریدونو ذمه واره وګڼله.او ویې ویل، چې دا یوه ډېره جدي مسله ده او په هر قیمت به یې پلټنه کوي.د هغه په خبره په دې برخه کې به هیڅ ډول بې پروایي نه کیږي.

په کابل او مزار شريف ښار کې د بريدونو پړه اخستونکې ډله لښکرې جنګوی العالمي په اړه شکونو هم راپورته شوي چې دا ډله د لښکرې جنګوی نه جدا شوې او په افغانستان کې بريدونه کوي.

اي پی خبري اژانس دپاکستان د بهرنو چارو وزارت ویاند عبدل باسط حواله ورکړې چې وايي، پاکستان به افغانستان ته د بريد کونکې ډلې په اړه د معلوماتو ورکولو وائي. دي وائي د پاکستان ولس په دي سخت وخت کې له افغانستان سره اوږه په اوږه ولاړ دي.

د پاکستان پوځ وياند جنرل اطهر عباس د لښکرې جنګوي او د استخبارتي ادارې آی اېس آي ترمينځ د اړيکو خبره رد کړې. اطهر عباس اي پی خبری اژانس ته ويلي چې دغه ډلې د پاکستاني پوځ پرضد جنګ اعلان کړی او پر امنيتي ځواکونو بريدونو کې ککړه ده او ددغه ډلې پرضد به کاروايي کوي.

همدا خبره په افغانستان کې سیاسي کارپوهان هم کوي چې وايي اوس مساله روښانه ده او پاکستان باید ډیر ژر د لښکرې جنګوي ترهګرې ډلې پر ضد ګام واخلي.د کابل پوهنتون د سیاسي علومو استاد نصرالله ستانکزی وایي، چې پاکستان هڅه کوي په دې ډول څرګندونو عامه ذهنیت بدل او وخت ضایع کړي:

جنګوي ډله په خپله اعتراف کوي چې بریدونه دوی کړي دي .بله دا چې د افغانستان دولت او ناټو په مختلفو مواردو کې پاکستان ته اسناد ورکړي دوي کله پرې عمل کړی.هند په څو وارو د جنګوي ډلې په اړه هغوی ته اسناد ورکړي، خو هیڅکله د پاکستان حکومت د دې ډلو د محاکمې لپاره اقدامات نه دي کړي.دغه راز پاکستان غواړي چې له دې مسالې نه بله سیاسي ګټه پورته کړي".

تر دې وړاندې په افغانستان کې ډیرې حملې لکه په کابل کې د هند پرسفارت او د نوموړي هېواد د ډیپلوماتانو او کار کوونکو پر هستوګنځي ځان وژونکې حملې، پر صافي لېنډ مارک هوټل او دغه راز د ایساف پر قومندانۍ او پر امریکا سفارت وسلوالې حملې چې شوي څیړنو ښودلې چې د دې حملو پلانونه او طرحې په پاکستان کې جوړې شوي وې، خو د عاملینو د نیولو په برخه کې یي پاکستان همکاري نه ده کړې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم تاییدوي، چې پاکستان تردې وړاندې د هغو ټولو ترسره شوېو تروریستي حملو د څیړنو په برخه کې له دې هېواد سره همکاري نه ده کړې چې په نوموړي هېواد کې پلان او طرح شوي، خو وایي چې دا ځل به په دې مسالې کې افغان حکومت په جدیت عمل وکړي.

په عین حال کې د افغانستان ولسي جرګې هم به کابل کې د عاشورا پر مراسمو د پاکستان د لښکرې جنګوي پر حملې سخت غبرګون ښودلی او ویلي يي دي، چې دا مساله باید د ملګروملتونود امنیت شورا په مداخله تعقیب اوڅیړل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په دې اړه غبرګون ښودلې او پرپاکستان یې ټینګار کړی چې د جهنګوي لښکر پر ضد دې جدي اقدام وکړي.
XS
SM
MD
LG