د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غم پسې غم


د کابل په مرادخانۍ کې په یوه زیارت کې د ځانمرګي برید وروسته ښځې او ماشومان ویر کوي
د کابل په مرادخانۍ کې په یوه زیارت کې د ځانمرګي برید وروسته ښځې او ماشومان ویر کوي

په غم پسې غم


په کابل کې بيا ګلان په وينو سره شول
ښکلي ښکلي ماشومان په وينو سره شول

نن مې بيا دزړه نه سرې وينې بهيږي
نن مې بيا برادران په وينو سره شول

د کابل د ګلستان نه وينې څاڅي
د کابل د بڼ ګلان په وينو سره شول

د حسين په کربلا بيا محشر راغی
ستم وشو او ځوانان په وينو سره شول

ظالمانو ته په قهر شه خالقه
يوځل بيا دې بندګان په وينو سره شول

د مشکور په زړه باران دچړو وشو
بې قصوره افغانان په وينو سره شول


بادشا دين مشکور - کابل
XS
SM
MD
LG