د لاسرسي ځای

تازه خبر

مور ته سیګرېټ اخلم


Afghanistan -- A nine-year old orphan walks past a map of Afghanistan drawn on a wall at an orphanage in Kabul, 20Nov2009
Afghanistan -- A nine-year old orphan walks past a map of Afghanistan drawn on a wall at an orphanage in Kabul, 20Nov2009

مورته سګريټ اخلم ریښتونې کيسه

لیکنه :- بادشاه دين مشکور . کابل


له کابله د خوست په لوري رهي وو، کله چې ګردېز ښار ته راورسيدو نو په موټر کې يو کس په موټروان ورغږ کړ ( وستاده يو ښه هوټل ته يې ودروه چې د غرمې ډوډۍ وخورو،) موټروان همداسې وکړل سورلي دموټر نه ښکته شول ، ما د هو ټل په برنډه کې لاسونه وينځل چې په يو ماشوم مې ورپام شو.

په بوتل کې يې سور رنګ اچولی او بيا يې دنلکې نه اوبه پرې ورخوشې کړې ، بوتل ډک شو بيا د برنډې په يو کونج کې ورته کيناست دپاپړو يو پاکټ يې له څنګ جيبه رایوست او د اوبو سره يې د پاپړو خوړل شروع کړل ، ماشوم له رنګه ډير غمژن او خفه ښکاريده او د ځان سره يې يوه نيمه خبره هم کوله.

زه نږدې ورغلم او څنګ ته ورسره کيناستم پوښتنه مې ترې وکړه ماشومه نوم دې څه دی ؟ هدايت .دکوم ځای نه راغلی يې؟ له کوره. ولې ؟. هسې مې پوښتنه وکړه څه کار کوې ؟ پلاستکي خلتې خرڅوم ؟ پلار دې څه کار کوي ؟ پلار مې يوکال پخواپه ځان مرګي بريد کې مړشو . ترونه او ماما ګان نه لرې ؟ نه . ښه د کور لپاره خواړه ته وړې ؟ او . څومره روپۍ په ورځ کې ګټې ؟ کله شل او کله ديرش روپۍ. په دې پاپړو مړيږې ؟ هو . هره ورځ همدا خورې ؟ هو . ډوډۍ نه اخلې ؟ روپۍ راسره نه وي .

په همدې وخت کې مې د ماشوم جيب ته ورپام شو ومې کتل چې يوڅو ماتې روپۍ پکې ښکارېدې ، ورته ومې ويل هغه دي روپې خو لرې ، پدې مې مورته سګريټ اخلم . داڅه وايې ؟ مور دې سګريټ څکوي ؟ او اول يې نه څکول کله چې مې پلار مړشو له هغه ورسته يې شروع کړل . هره ورځ مورته سګريټ اخلې؟ هو هره ورځ د لسو روپيو سرګرټ وړم مورمې په سګرټوکې چرس هم اچوي داڅه وایې چرس هم ته ورته وړې ؟ هو مور مې روپې راکړي بيازه يې ورته اخلم.

تاوويل چې د ورځې کله شل او کله ديرش روپې ګټم، نو په د غو روپيو ستاسو د کور خرڅ پوره کيږي ؟ نه خو مورمې ښځوته جامې هم ګنډي .او په روپيو يې بيا سودا اخلي بل وررور لرې ؟ نه وررو نه لرم يوه وړه خور لرمه . مکتب ته نه ځې ؟ مخکې تلم خو کله چې مې پلار مړشو بيا نه يم لاړ. زه لاد ماشوم سره په خبرو اترو بوخت وم ، چې همدا شيبه موټروان راغږ کړ چې اې ځوانه راځه چې ځو.

ما غوښتل چې د ماشوم سره نورې خبرې هم وکړم خو سورلي ټول موټرته وختل او موټروان بيا ما ته غږ کړ زه هم پاسيدم ، ماشوم ته مې پنځه سوه کلدارې هم ورکړې، دتګ په وخت مې وغوښتل چې د ماشوم نه يو عکس هم اوباسم خو وې ويل نه زه عکس نه اوباسم هلک پاسيدو خو پاپړ او د اوبوبوتل يې پاتې شو د بوتل او پاپړونه مې يو عکس وويستو .

بيا ترې لاړم . باور وکی په ټوله لاره مې ماشوم د سترګو مخې ته ودريدو او سترګې به مې له اوښکو ډکيدې په زړه کې مې له ځان سره وويل ، دا چاودنې او ځانمرګي بريدونه که هره ورځ نه وي خو په هفته کې خو درې ،څلور واره نن سبا زمونږ په هيواد کې کيږي او په لسګونه بې ګناه کسان پکې وژل کيږي ، او په لسګونه ماشومان دهدايت په شان يتيمان کيږي په لسګونه ښځې کونډې شي او په لسګونه ميندې بورې شي ، چې دايو ډير بدګزار په مظلومو او بې ګناه افغانانودی ځکه چې ورځ په ورځ د بدبختيو سره لاس او ګريوان دي که دا حالات همداسې ادامه ولري نو افغانان به د ډيرو ناوړو بدبختيوسره مخامخ شي دعاوکړی چې الله دې دا جنګ اوجدال زموږ له هيواده ژرترژره ورک کړي او د پای ټکی ورته کيږدي آمين ..... پاي

په ډيره مينه بادشاه دين مشکور . کابل

XS
SM
MD
LG