د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتنوکليو ګودرونه ولې شاړ شول؟


په ګودر جوړه ننداره ده د پېغلو جنګ دی په منګو ویشتل کوينه
په ګودر جوړه ننداره ده د پېغلو جنګ دی په منګو ویشتل کوينه

بازمحمد عابد مشال ريډيو جلال اباد

مستې منګى بر وړى دى
زړه مې دلبر وړى دى
عالمه لار نيسى ډير يې په هنر وړى دى

دا سندره مرحوم استاد اولمير څه کم نيمه پيړى پخوا د راډيو افغانستان په سټوډيو کې ريکارډ کړې وه، چې اوس هم په ډيره مينه او شوق سره اوريدل کيږي او هر خوږمن او پرهرژلى زړه ټکوروي.

د منګى ذکر چې وشي نو د بنده تصور ته د کلي ګودرونه مخې ته ودريږي د ګودر د نوم په اوريدلو سره د باذوقه پښتنو په وجود کې د ځوانۍ او مينې ولولې راوپاريږي .

پخوا به په کليو کې جينکو د مازيګر لارې په دې خاطر څارلې چې ګودر ته لاړې شي او د خپلو همزولو جينکو سره مستي، ټوکې ټکالې او د زړه خواله وکړي.

خو د افغانستان په ډيرو کليو کې اوس ګودرونه شاړ شوي او ځاى يې لاسي بمبو او ژورو څاګانو نيولي دى.

د ګودر په اړه چې مې کله يوه افغانه ميرمين وپوښتله نود خپلې ځوانى په ورياديدو سره يې يوه نرۍ موسکا په شونډو خوره شوه او داسې يې راته ګړه:

(( پخوا ډيرې ښې شپې او ورځې وې، ګودرونه به وو، چينې به وې چې مازيګر به شو نو جينکى به د مالت په کورونو وګرځيدې، خپلې ملګرې به يې راوايستې او د ګودر لاره به يې ونيوله. مينې محبتونه وو، په خپلو منځونو کې به ئې ټوکې ټکالې وکړې، مستي به يې وکړې، منګي به يې په سيند غوپه کول، يوې به په بلې اوبه شيندلې، لمدې خيشتې به شوې او دغه شان به يې خپله ساعتيري کوله. کلال به چې راغلو په مالت کې به يې منګي واړول نو جينکى به ورپسې له کورونو راووتې او د خپلې خوښې منګى به يې په کې واخيستو. خو اوس چې کلي په کلي او کور په کور بمبې تيرې شوې، جينکى يې په کور کينولې، د غريبانو ډير زړه کيږي چې ګودرونو ته لاړې شي، خو نه شي تلاى ځکه چې اوس پخوانى زمانه نه ده، چې د جينکو سيل به د ګودر په مخ روان و))


ګودر پښتو فلکلوري ادب کې جوت ځاى لري، په ډيرو سندرو، نيمه کيو، سرکو او ټپو کې ورته خاص ځاى ورکړل شوى. په همدې اړه مو د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي استاد لعل پاچا ازمون وپوښت، هغه څه داسې وويل:

(( ګودر په پښتنو کې داسې يوه بڼه لري چې هلته د سړو لار نه وي. يوازې او يوازې نجونې او ميرمنې هلته ورځې او اوبه ترې راوړي. زموږ پښتو ادبياتو کې چې د ګودر کومه انځورنه شوې هغه هم داسې ده، په هغې کې د دوه ميينانو ليدل، د منګي، مازيګر او د بنګړو خبرې په کې شته دى. دا نو بيا د شاعرانه تخيل پارونکي خبرې دي چې له ګودر نه اخيستل شوي دي.

مثلاَ يوه ټپه ده:

مازيګر ښه دى ديدن کيږي
ړنګه غرمه کې ليلا کور کوي خوبونه

يعنې دا د مازيګر ديدن يې هم د ګودر له برکته دى

ګودر د پيغلو جماعت دى
امام يې نشته مخ په لمر ولاړې دينه

دا نو يوه بله احساس پارونکې لنډى ده چې د ګودر سره تړاو لري.))

ګودر پښتو اوسني شعر ته هم په ښکلي شکل راننوتی او اکثرو شاعرانو په کې تلپاتې شعرونه ويلي دي.
ځوان شاعر ايوب فرحت وايي چې ګودر د کليو ښايست دى نو ځکه شاعرانو هڅه کړې چې په څه نه څه شکل ګودر ته په خپلو شعرونو کې ځاى ورکړي.

(( ګودر ځکه زموږ پښتو شعر ته لاره پيدا کړې چۍ دا زموږ د کليو او بانډو ښايست دى. نجونې به په ډله ييزه توګه ګودر ته تلې او خپلو کورونو ته به يې ترې اوبه راوړلې. نو په همدې توګه يې پښتو شعر ته لاره پيدا کړې، لکه يو شاعر وايي:

مور ته به څه بهانه کوې ته لا وړه يې ګلې
چې له اشنا سره دې مات کړو په ګودر منګى

نو دا چې ګودر د کلي ښايست دى شاعران اړ کيږي چې په خپلو شعرونو کې ورته ځاى ورکړي.

څرنګه چې پښتنې نجونې د کلتوري محدوديتونو له وجې ميله ځايونو ته ورتلى نه شي، نو همدا ګودر د ميله ځاى په توګه لوى غنيمت ګني.
XS
SM
MD
LG