د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر: پینځه کلو تورنج


د خیبر په لنډي کوتل کې یوې نارنجي ونې شاوخوا پنځه کلو تورنج نیولی دی.د کلي خلک یې اوس نندارې ته ورځي.۶ډسمبر۲۰۱۱
د خیبر په لنډي کوتل کې یوې نارنجي ونې شاوخوا پنځه کلو تورنج نیولی دی.د کلي خلک یې اوس نندارې ته ورځي.۶ډسمبر۲۰۱۱
فرهاد شینواری مشال ریډیو خیبر ایجنسی


د لنډی کوتل دوو ماشومانو تورنج په غوځۍ کې نیولی دی
د لنډی کوتل دوو ماشومانو تورنج په غوځۍ کې نیولی دی
​د خیبر قبایلي سیمې په لنډي کوتل تحصیل خوګا خیلو کلي کې یو بوټي خوا وشا پینځه کلو تورنج میوه نیولې ده،تورنج میوه د مالټې او نارنج له نسله ده او خلک یې د مالټې په شان خوري

په دې سیمه کې د هغه کور اوسیدونکي چې دغه تورنج پکې پیدا شوی دی ،وايي چې دوی ورته په خپله ژبه کې ګل ګل وايي او دا بوټۍ یې اته کاله مخکې لګولی وو،او هرکال به یې د خپل وزن مطابق څه نیم کلو نه هم کمه میوه نیوله،خو دا ځل یې میوه ډیره غټه شوه.


د لنډي کوتل په یوه کور کې یوې نارنجۍ ونې پینځه کلو تورنج ورکړی
د لنډي کوتل په یوه کور کې یوې نارنجۍ ونې پینځه کلو تورنج ورکړی
د دغه کور یو اوسیدونکۍ راحت الله په دې اړه مشال ریډیو ته وايي ، "کله چې مې د دې وزن وکړو نو خوا وشاه پینځه کلو وخته،او اوس ورته ځايي خلک د نندارې لپاره راځې او یو ښه ساعتېری هم ترې جوړشوی دی، اوځایې خلک یې په موبایلونو کې تصویرونه جوړوی"

او د دغه کلي یو لس کلن ماشوم شعیب وايي چې ده کله دغه تورنج ولیدی نو ډیر حیران شو،ځکه دې نه مخکې یې دومره غټ تورنج نه وو لیدلی.


راحت الله زیاتوی چې ،" له دې میوې دا ثابتیږی چې د لنډي کوتل سیمه که هرڅو غریزه ده نو ورسره د کرکیلې جوګه هم ده،او که خلک پکې د دغې میوې سره سره داسې نوره میوه دار بوټي ولګوي نو ښه ګټه ترې اخیستی شي
"
XS
SM
MD
LG