د لاسرسي ځای

تازه خبر

روزګان :چاودنې ۱۱ تنه عام وګړي مړه او ټپيان کړل.


د روزګان ولایت چورا سیمه
د روزګان ولایت چورا سیمه

سید شاه سقیم - کندهار


چاودنه پرون ناوخته د روزګان ولايت په چورۍ ولسوالۍ کې د سړک پر غاړه د يو ځاى پر ځاى شوي ماين د چاودېدو له امله شوې ده چې پکې څلور تنه عام وګړي وژل شوي او اوو نور ژوبل دي.

په مړو شويو او ژوبلو شويو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي .

د روزګان ولايت د امنيه قومندانۍ وياند فريد عايل له مشال راډيو سره د خبرو پر مهال وويل چې د سړک غاړې ماين له عامو وګړو په يو ډک ټونس ډوله موټر چاودېدلى دى.

دى وايي په چاودنه کې درې تنه ماشومان او يوه مېرمن وژل شوي او اوو نور ژوبل دي.

(( چاودنه د چورۍ ولسوالۍ د سراو په سيمه کې د ملکي وګړو په يو ټونس موټر ور برابر شوى دى چې يوه ښځه او درې ماشومان پکې وژل شوي او يو ښځه دوه کوچنيان او څلور ملګي وګړي پکې ژوبل شوي دي. ))

عايل وايي چې د سړک پر غاړه ماينونه د دولت مخالف وسله وال طالبان ښخوي چې زيات وخت پر عامو وګړو ور الوزي . خو تر اوسه پورې لا طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

څو ورځې وړاندې هم په روزګان کې پر عامو وګړو د سړک پر غاړه ځاى پر ځاى شوى ماين چاودېدلى وو چې له امله يې يو شمېر کسان مړه او ژوبل شوي وو.
XS
SM
MD
LG