د لاسرسي ځای

بون : نړیوالو له افغانستان سره د مرستو ژمنه وکړه


د بون غونډې برخوال د ګډ تصویرو اخیستو پر مهال.۵ ډسمبر ۲۰۱۱م کال

د بون غونډې برخوال د ګډ تصویرو اخیستو پر مهال.۵ ډسمبر ۲۰۱۱م کال

قاسم خان مندوخیل

د بون په غونډه کې نړيوالې ټولنې د افغانستان سره د اوږ مهاله مرستو ژمنه وکړه.

په غونډه کې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي له نړیوالوغوښتنه وکړه چې په دوه زره څوارلسم کال کې دافغانستان نه نړیوال ځواکونه ووځي خو نړیوال دې تر راتلونکو لسو کلونو پورې دافغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي. په بون کې ترغونډې وروستو ولسمشر کرزي خبريالانو ته وويل ،چې د دوی له هیلو سره سم یې د کنفرانس نتیجې ولیدلې.

د بون په غونډه کې امريکا او نورو هيوادونو له افغانستان سره د خپلو مرستو جاري ساتلو ژمنه وکړه خو په کابل يي غږ وکړ چې په هيواد کې دې سياسي اصلاحات راولي او د مفاهمت لاره دې خپله کړي.

د جرمني په بون ښار کې ترسره شوې دې يوه ورځنۍ غونډه کې شا وخوا د سل هيوادونو او نړيوالو ټولنو استازو ګدون وکړو. خو پاکستان په مومندو ايجنسۍ کې د ناټو د هوايي بريد لوجې د دې غونډې څخه بايکاټ کړې وو.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيليري کلینټن د پاکستان نه شتون په دې ټکو ياد کړ:

«موږ به بې له شکه، په دې کنفرانس کې د پاکستان له ګډونه ګټه کړې وه.او بل په دې تالار کې تر امریکا هیځوک هم دومره اندېښمن نه دی چې پر پوله د رامنځ ته شوې پېښې کره او رښتونۍ حال مالوم کړي..»

پاکستان د افغانستان په شخړه کې کليدي لوبغاړي دي ځکه چې د افغان سخت دريځو پناه ځايونه د پاکستان په خاوره کې دي. دا باور هم شته چې پاکستان په سخت دريځو ډلو په تېره بيا د حقاني په شبکه کې زيات نفوذ لري نو د افغانستان سولې بهیر کې د دغو ډلو د شاملولو لپاره د پاکستان همکاري ضروري ده.


د امنيتي مسايلو په څنګ کې له اقتصادي پلوه په خپلو پښو د افغانستان د درېدلو مسلې ته هم د بن په کنفرانس کې خاص پام و.

د افغانستان د ماليي وزير عمر زاخېلوال ازادۍ راډيو ته وويل، چې د افغانستان حکومت غواړي چې ان د ايران په شمول، چې په کنفرانس کې يې په افغانستان کې د لوېديځو ځواکونو له حضور سره مخالفت وکړ، له خپلو ټولو ګاونډيانو سره ښې اقتصادي اړيکې ولري:

"موږ د امريکا او نورو په سياست کې ځان نه ښکېلوو.موږ غواړو چې له پاکستان سره ښه اړيکې ولرو.موږ له ايران سره ښه اړيکې پاللې دي. غواړو چې له ټولو سره ښه اړيکې ولرو او امريکا هم په دې کې زموږ ملاتړ کوي.
"

افغانستان د خپل جغرافيايي جوړښت له کبله په سيمه کې له ترانزيتي او ترانسپورتي پلوه ډېر لوی ارزښت لري.د افغانستان له لارې منځنۍ اسيا د هندوستان له غوړېدونکو بازارونو سره نېغه په نېغه تړل کېدای شي.

د بون په کنفرانس کې له افغانستان سره د نورو مالي مرستو اعلان ونه شو خو دا پکې څرګنده شوه چې نړيوال لېواله دي له جنګ ځپلي افغانستان سره مرسته وکړي.
XS
SM
MD
LG