د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان سوله سیمه ییزه همکاري غواړي.بان کیمون


د جرمني په بون کې د افغانستان په اړه نړیوال کنفرانس .۵ ډسمبر ۲۰۱۱م کال.
د جرمني په بون کې د افغانستان په اړه نړیوال کنفرانس .۵ ډسمبر ۲۰۱۱م کال.
قاسم خان مندوخیل


د ملګرو ملتونو مشر بان کيمون د بون دويم کنفرانس ته په خپله وینا کې وویل چې لس کاله وړاندې د نړۍ مشران هم دلته په بون کې د سپتمبر د یولسم خونړي برید وروسته راټول شوي وو.


په تېره یوه لسیزه کې زموږ اتحاد او ژمنیتا آزمویل شوېده او اوس بیا د افغان ولس په استازیتوب راغونډ شوي یو.هغه سړک چې له بونه پیل شوي بیرته یې هم دلته راورسولو.د افغان ولس په مشرۍ کې دا کنفرانس ډېر مهم ټکي په ګوته کوي.

دا راته باوري کوي چې افغان ولس د مشرتابه وړتیا زیاتوي او دا په ډاګه کوي چې دوی خپل راتلونکی په خپلو لاسونو کې اخلي.خو له دې سره موږ په دې هم پوهېږو چې د کړاونو لړۍ لا هم نه ده ماته شوې.زه ډېر زیات ګورمجن یم چې د افغان ولس په ورځني ژوند کې د تشدد لړۍ لا هم هغسې پر ځای پاتې ده.دا ډېره ګرانه ده چې په تشدد کې د بیا رغونې او پرمختیا اجنډا پرمخ یووړل شي.

نن نړیواله ټولنه بیا راټوله شوېده چې د امنیت او پرمختیا ترمنځ بنیادي کړۍ بیا پياوړې کړې.موږ خپلې ژمنې بیا ټینګاروو چې له افغانستان سره د دوی په هڅو کې مرسته وکړو چې د خپل ولس د ښه او غوړېدلي راتلونکې لپاره یې کوي.په تېره لسیزه کې زموږ هڅو بدلون راوستی دی.

زموږ په ګډو هڅو څلور اعشاریه شپږ میلیونه افغان کډوال بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي.اوه اعشاریه درې میلیون نور ماشومانو مو ښوونځیو ته اچولي دي.روغتیايي پاملرنه مو پیاوړې کړېده.د افغانستان ۸۰ فیصده له ګوزڼه خلاص شوی دی.ګڼې ښځې په واک کې راغلي دي او د خپلو ټولنو استازیتوب کوي.ښاغلي بان وويل په افغانستان کې د مور او ماشوم د مړينې کچه هم را لوېدلې ده.اوس له ماينونو ډېرو لږو خلکو ته مرګ ژوبله اوړي.

سرمنشي بانکي مون وويل،مخ ته په کتو سره ننګونې لویې دي.خو موږ به هیڅکله لړزانده نه یو.د بون کنفرانس موخه هم پر وړاندې پرتې ستونزې دي.له لېږده ته تر اوښتونه بریالیتوبه له موږ ټولو له اوسه او تر اوږدې مودې پورې بوختیا غواړي.

له دې هرڅه ورپورته له موږه پخلاینه غواړي،افغان ولس له ډېره راهیسې پوهېږي چې تلپاتې ټېکاو او ثبات په سیاسي بهیر کې نغښتۍ دی چې په خبرو اترو او رضایت ولاړ دی.موږ باید دا بهیر افغانانو ته پرېږدو چې د پېړیو د اوږدې پوهنې په رڼا کې یې پرمخ یوسي.

ددې بنیادي اصولونه دا وټاکل شي چې دا بشپړه افغان ډوله بهیر وي او دوی پکې راټول وي.موږ ټول یو شانتې تلوسه او ارزو لرو چې د انسانانو ژوند او د هغوی مال خوندي کړي او په خپلمنځیو ګټو ولاړ عدل ومومو.نو ددې لپاره دا باوري کول غواړي چې ټولې ډلې دې له تشدده لاس واخلي،له نړیوالې ترهګرۍ سره دې خپل اړیکي وشلوي ،او افغان اساسي قانون ته درناوی ولري.


د افغانستان ګاونډیان لکه ایران ،پاکستان،تاجکستان،ازبکستان او ترکمانستان ددغه ټولو همکاري ډېره مهمه ده.باید تاسو ته ووایم چې د سیمه ییزې همکارۍ پوهاوی د سولې او پخلاینې لپاره ډېر لوی ارزښت لري.او دا کار ددې پرته نشي کېدای.

پخلاینه د هریوه په ګټه ده،اوباید دا د هر یوه مسله وي.دا چې موږ پر وړاندې درومو نو موږ ټول باید دا ډاډمن کړو چې د ولس خوندیتوب به مو لومړیتوب وي.په لوی شمېر کې د ولسي خلکو وژنه د حکومت ضد ډلو له لاسه ده.او ټولې دغسې وژنې هغه که هدفي وي یا بې درېغه وي ،هیڅ د منلو وړ نه دي او باید ودرول شي.

همدا د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو پر وړاندې هم یوه مسله ده.افغان ولس باید درک کړي چې ایساف رښتونی ملګری دی چې د خلکو شخصي امنیت ساتي.

موږ د ایساف د میړانې او سرشیندنې ستاینه کوو چې د خپلو قربانیو په مټ یې نن افغانستان یو انتقالي پړاو ته راورسولی.او داسې پېښې چې پکې ولسې خلکو ته مرګ ژوبله اړوي باید راټیټه شي او دا به مو کار او ورستۍ موخه وي.

څنګه چې افغانستان امنیتي چارې په بشپړه توګه په خپلو لاسونو کې واخلي نو حکومت او د دوی نړیوالو ملګرو ته پکار ده چې خپل ټول پام د افغانستان په لروبر کې غیرپوځي برخې لکه پرمختیا،حکومتدارۍ اود یوې اغېزمنې ولسي ادارې جوړولو ته واړوي.

اسانه لار هیڅ نشته د ستونزې هوارۍ د درغلیو ضد مبارزه ،د نشیي توکیو د قاچاق چاره کول،د قانون واکمني پیاوړې کول، بشري حقونه ،د ښځو حقونه ډاډمنول، ټولنیزه او اقتصادي پرمختیا رامنځ ته کول دي.

په افغانستان کې د ټولینزې پرمختیا مهم څلی تعلیم دی.د افغانستان پېغلو او زلمیانو ټولو ته تعلیم باید ورکول شي او دا دلته باید ونه درول شي بلکې ددغه هیواد ښځې په سیاسي بهیر کې ورګډې کړل شي.دوی باید په ټولنیز او اقتصادي ډګر کې وده ومومي.افغانستان هیڅکله پرمختګ نشي کولای چې د هیواد نیمۍ وګړي چې ښځې دي په پوره واک کې نه وي راغلې.

سیمه ییز چاپېریال ډېر مهم دی. افغانستان یو ټاپو (جزیره) نه دی.دا هیواد باید په سیمه کې له اقتصادي پلوه له نورو هیوادونو سره تړلی وي.سیمه ییزه همکاري ضروري ده.

د افغانستان ګاونډیان لکه ایران ،پاکستان،تاجکستان،ازبکستان او ترکمانستان ددغه ټولو همکاري ډېره مهمه ده.باید تاسو ته ووایم چې د سیمه ییزې همکارۍ پوهاوی د سولې او پخلاینې لپاره ډېر لوی ارزښت لري.او دا کار ددې پرته نشي کېدای.

په افغانستان کې سیاسي جوړجاړۍ یوازې هله راتلای شي چې ګاونډيان یې ورسره مرسته وکړي.

ملګري ملتونه له تاسو سره تر ۲۰۰۱ م کال مخکې وو او د ۲۰۱۴م کال وروسته به هم له افغانستان سره وي.موږ په دې هڅو بوخت یو چې څنګه په ښه توګه د افغانستان خدمت وکړای شو.موږ دا هرڅه د لېږد یا انتقالي پړاو له غوښتنو او دامنیت شورا د اعتبار سره سم ترسره کوو.او له دې هرڅه علاوه د افغان حکومت او افغان ولس له امیدونو سره سم پرمخ ځو.

له تاسو ټولو مننه
XS
SM
MD
LG