د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان به نور د ترهګرو لاس ته نه پرېږدو.کرزی


د بون غونډې ته افغان ولسمشر حامد کرزی وینا کوي.۵ډسمبر ۲۰۱۱ م کال
د بون غونډې ته افغان ولسمشر حامد کرزی وینا کوي.۵ډسمبر ۲۰۱۱ م کال
قاسم خان مندوخیل

بون هغه ښار دی چېرته چې لس کاله وړاندې افغانستان د خپل تاریخ یو مهم پړاو پیل کړ.په دې ځای کې موږ له تورو تیارو او ځورونو څخه د پرمختګ او هیلو پر لور سفر پیل کړ. تاسو ټول له موږ سره په دې یون کې مله واست او یاست.دا ډېر د ویاړ ځای دی چې تاسو نن د بون د لسمې کلیزې په لمانځنه کې راسره یاست.

زه نن د افغان ولس په استازیتوب،د ولسي جرګې او مشرانو جرګې په استازیتوب ،د علماوو په استازیتوب او دلته د افغان پلاوي چې د بون غونډه کې راسره راغلی دی په استازیتوب ستاسو ټولو مننه کوم چې له تېرو لسوکلونو مو له افغانستان سره پرله پسې مرسته کړې.

په ځانګړې توګه د جرمني هیواد لویه مننه کوم چې په تېره یوه لسیزه کې یې په بې ساري توګه له افغانستان سره مرسته کړې.د جرمني ولس او حکومت مننه کوم چې د بون نړیوالې غونډې جوړولو کوربتوب کوي.

قدرمنو برخوالو لس کاله وړاندې افغانستان له نړیوالې ټولنې سره د ملګرتیا یو نوی باب پرانستیلی.او ددغه ملګرتیا ګډ هدف نړیواله ترهګري وهل او له څه باندې دوو لسیزو جګړه ځپلي هیواد افغانستان بیا رغونه او ټېکاو دی.او نن بیا په بون کې تاریخ جوړېږي.

د یوه خپلواکه او جمهوري افغانستان په توګه موږ دغه مهمه ملګرتیا او همکاري د سیمې او خپل هیواد لپاره لاپسې پخول او ژورول غواړو .

په تېرو لسوکلونو کې مو دا فرصت ترلاسه کړی چې هیواد مو ډېر پرمختګونه کړي چې وړاندې یې هیڅ بیلګه نه لیدل کېږي.

د حکومتدارۍ لپاره د یوه جمهوري سیسټم بنیاد کېښودل شو.

زموږ په آیین یا اساسي قانون کې د خلکو بنیادي حقونه لکه ازادي او د بیان اظهار ازادي ضامن شوېده.

د طالبانو په واکمني کې مو د هیواد ښځې له یوې مخې ګوښه کړل شوې وې.خو اوس ورته په ټولنه کې غوره ځای ورکړل شوی دی.اوس ښځې زموږ د ولسي خدمت په څانګه کې ۲۰ فیصده برخه لري،زموږ په پارلمان کې یې ۲۷ فیصده ونډه ده.۳۹ فیصده انجونو مو سکولونو او پوهنتونونو ته ځي.

دمګړۍ د قانون واکمني هم تدریجي وده کړې.د ولسي خدمت څانګې ملکي وګړو ته خپلې چارې په ښه توګه پر مخ بیايي.

د ۲۰۰۲م کال په پرتله چې هغه مهال روغتیايي اسانتیاوې یوازې ۹ فیصده وګړو ته حاصلې وې اوس د ملک څه باندې ۶۰ فیصده وګړي دا سهولت لري.

په ښوونځيو کې د ماشومانو برخه چې په ۲۰۰۲ م کال کې څه کم یو میلیون وه اوس دا شمېره اته اعشاریه څلورمیلیون ته ختلې ده.په تېرو لسو کلونو کې مو د ځینو هیوادونو په مرسته چې نن د بون غونډه کې موجود دي د سړکانو دومره پراخ جال اچولی چې د افغانستان په ټول تاریخ کې یې ساری نه لیدل کېږي.

په ۲۰۰۱ م کال کې له افغانانو سره د موبایل فون اسانتیاوې د نیشت برابرې وې اوس ۶۰ فیصده افغانان موبل فونونه او ټیلفونونه لري.

د میډيا سېکټر کې یو ډېر لوی پرمختګ وینو ،دامهال څه باندې ۵۰ شخصي ټيلیوژني چېنلونه دي،۱۵۰ شخصي ریډيوګانې دي،څه باندې ۸۰۰ ورځپانې او مجلې راوځي.

په زرګونه شخصي شرکتونه لرو چې ګڼ افغانان پکې کارونه کوي چې پخوا یې ساری نه لیدل کېږي.

په تېرو لسو کلونو کې مو اقتصادي وده بې شانه پرمخ تللې ده او دا مهال کورنۍ خاصه ګټه درې برابره زیاته شوېده.

خو زموږ ګډه موخه چې یو باثباته او سمسور افغانستان ولرو لا هم له خپل هدفه ډېر لرې ده .په رښتییا هم ننګونې شته چې زموږ د پرمختګ پر وړاندې خنډونه جوړوي.

خواري او بې وزلي له مینځه وړل لا هم زموږ د سر سر په لومړیتوبونو کې ده.زموږ تانده ډموکراسي لا هم کمزورېده.افغانان اوس هم په دې کلک باور لري چې خپلو هدفونو ته د رسېدو لپاره ټینګو،اغېزمنو او جوابده ادارو ته اړتیا لرو.

ددغه پرمختګونو پر وړاندې واردمخه اداري کمزورتیا ،د متوازي ادارو شتون ،څرګنده غلاغدۍ او د بښنې کلتور،د پياوړتيا او اعتبار له پلوه زموږ د ادارو د جوړولو بهیر کمزورۍ کړی دی.

زموږ تر ټولو لویه ننګونه بې امنیتي ده.چې په لوی شمېر کې زموږ د خلکو ژوند اخلي.او بې له شکه په دې سره مو د ژوند نورې برخې لکه ځان راپورته کول ،اصلاحات راوستل او پرمختیا کول له خنډ سره مخامخ دي.

القاعده او نورې ترهګرې ډلې له ورایه کمزورې شوې دي.خو په پراخه توګه سیمه ییز ګواښ له پامه غورځول شوی او له افغانستانه بهر د ترهګرو مرکزونه لا هم پر ځای پاتې دي.چې په نتیجه کې يې ترهګر خپل کرغېړن او مکروه عملیات په اسانۍ او بې له ویرې ترسره کوي.چې په دې سره د افغانستان ټېکاو او ثبات له لوی خطر سره مخامخ دی.بلکې د سیمې او نورې نړۍ امنیت ته یې ګواښ راڅېرمه کړی دی.

موږ افغانان به پر خپله ټاکلې لار مخ په وړاندې درومو او هغه ننګونې به له مینځه وړو چې مخې ته مو پرتې دي.

د افغانستان لپاره زما راتلونکې کړنلاره

موږ افغانان د زړه له تله دا تلوسه او هیله لرو چې په سوله کې ژوند وکړو او یوداسې ډموکراټيک هیوادو ولرو چې پکې له وقاره ډک ،خوشحاله او سوله ییز ژوند وکړای شو. په خپلو کې بې له توپیره ژوند وکړو.موږ له افغانستانه یو سوله ییز،سمسور او جمهوري هیواد جوړول غواړو. یو داسې هیواد چې د ټولو افغانانو لپاره د سولې کور وي او له خپلو ګاونډیو سره په سوله کې ژوند ولري.

موږ هوډمن یو چې افغانستان به بیا هیڅکله هغو لاسونو ته ونه لوېږي چې د نورو بربادي غواړي.موږ غواړو چې زموږ هیواد د سولې یو رښتونې شتمني وګرځي چې له خپلو ګاونډیانو سره پيوستون ولري.دا د هرافغان نظر دی.

ددغه لید لوري د ترلاسه کولو لپاره به مو تکل دا وي چې خپلې مخکینۍ لاسته راوړنې غښتلې کړو او له پوره هوډ سره پرمخ ولاړ شو.موږ به د درغلیو ضد لا اغېزمنه مبارزه کوو.د خپلو ادارو د پياوړي کولو لپاره به لا ګړندي او پياوړي ګامونه اخلو.او داسې اداره به جوړو چې روڼه او جوابدې وي.موږ به د قانون واکمني پياوړي کوو.په عدالتي نظام کې به اصلاحات پرمخ بیایو.

لکه په لویه جرګه کې چې يې پرېکړې وشوې موږ به خپله اداره داسې جوړو چې بې له سیاسي توپيره د خپل ولس د خدمت جوګه شي.

موږ به په انتخابي سیټم کې اصلاحات راوړو.چې دا ډاډمن کړو راتلونکې ټاکنې رڼې ،له غلاغدیو او د ځواکمنو له لاسوهنې خلاصې وي.

تر ۲۰۱۲ م کال پورې به د امنیتي واک سپارلو بهیر نژدې ۵۰ فیصده افغان ملي امنیتي ځواکونو ته واړول شي.

امنیتي لېږد افغان ملي ځواکونو ته سپارل د افغانانو تلوسه ده.او زه دا خبره بیا په ټینګار سره کوم چې تر ۲۰۱۴م کال پورې به امنیتي مسولیت افغان ملي ځواکونو ته وسپارل شي.او ددې لپاره مو خپلو نړیوالو ایتلافیانو او په ځانګړې ناټو ته ویلي چې د افغان ملي امنیتي ځواکونو روزنه ګړندۍ کړي چې دغه ډول دوی د خپل ولس او هیواد د خپلواکۍ ساتنه په خپله وکړای شي.

موږ به په خپل هیواد کې د سولې او ملي پخلاینې هڅې هم جاري ساتو.او له بدمرغه په سپټمبر میاشت د استاد برهان الدین رباني په وژلو سره زموږ د سولې هڅو ته لویه ضربه ورسېدله.

ما په دا نژدو کې د افغان لویې جرګې له استازو سره په افغانستان کې دسولې پر راتلونکې خبرې اترې کړې.دوی په دې رضا وو چې د سولې بهیر باید جاري وساتل شي او له پاکستان سره دوه اړخیزه همکاري باید پرمخ ولاړه شي.

د سولې بهیر په باب زموږ اصولونه او تګلاره هیڅ نه ده اوښتې.له طالبانو او نورو هغو ډلو سره خبرو ته کښېنو چې د تشدد لاره پرېدي له نړیوالو ترهګرو سره اړیکي وشلوي او د افغانستان اساسي قانون (آيين ) ته غاړه کېږدي.او پرامنه ژوند ته راوګرځي.

دا چې موږ انتقالي پړاو ته اوړو خو افغانستان له خپلو نړیوالو ملګرو غوښتنه لري چې زموږ مالي مرسته جاري وساتي چې د خپلو مخکینو لاس ته راوړنو ساتنه وکړای شو.او خپل امنیت او اقتصادي ټېکاو رښتونۍ کړو.او افغانان هم د بون کنفرانس ته په دې هیله ګوري چې د انتقالي بهیر په ترڅ کې یې هیواد باثباته او اقتصادي وده ولري.

زه د جاپان هیواد منندوی یم چې راتلونکې کال یې د افغانستان د اقتصادي رغونې په باب د کنفرانس رابللو تابیا کړې.

زه هیله من یم چې د مرستو ستراتیژی له ثباته د اوږدمهالې پرمختیا لوري ته واوړي.او د مرستو اغیز مو باید د سرسر لومړیتوب وي.

موږ به ددې لپاره د پراخې کچې منصوبې جوړو.خلکو ته به کارونه ورکوو او د افغانستان پيداوري یا تولیدي سېکټر به جوړوو.په ځانګړې توګه کرنه ،انرژي او معدن په برخه کې به کارونه کوو.زموږ په خاوره کې د زرګونو اربو ډالرو سرچینې یا معدني وسایل پټ دي.او زموږ د اوږدمهالې پرمختیا ،ودې او سمسورتیا لپاره موږ خواري باسو چې خپلې دغه پټې خزانې راوسپڼو.او بې له شکه د افغانستان راتلونکی هم له سیمې سره پر اقتصادي پیوستون ولاړ دی .چې افغانستان یې په مرکز کې دی.افغانستان له خپله جغرافییايي موقعیت د سیمه ییز هیوادونو ترمنځ یو پول دی.

له تاسو ټولو نه مننه.
XS
SM
MD
LG