د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بون غونډه پېل شوه


د افغانستان په اړه د بون نړیوال کنفرانس ګډون وال له افغان ولسمشر حامد کرزي سره ولاړ دي.۵ ډسمبر ۲۰۱۱
د افغانستان په اړه د بون نړیوال کنفرانس ګډون وال له افغان ولسمشر حامد کرزي سره ولاړ دي.۵ ډسمبر ۲۰۱۱
د جرمني په بون ښار کې د افغانستان په اړه نړۍ وال کانفرنس پیل شو چې پکې شاؤخوا له سلو نه زيات هيوادونه او د نړيوالو سازمانونو استازي برخه لري.

په دې کنفرانس کې به په افغانستان کې د سولې او امنييت په چارو خبري کيږي، چې نړۍ واله ټولنه به يو واري بيا د يوې اوږدې مودې لپاره ددغه هيواد سره د خپلو همکاريو ژمنې تازه کړي.

افغان ولسمشر حامد کرزي پرون د بون غونډي ته په خپله وینا کې وویل،
ًموږ به هغه ټول بدلونونه سر ته رسوو، چې موږ یې ژمنه کړېده. او د افغانستان ادارې به جوړوو، چې د دغه هیواد لپاره ډیرې ضروري دي ، او د یو داسې امن لپاره کار کوو، چې دا به افغاني وي او افغانان به یی مشري کوي، چې دا به په حقیقي معنو کې هیواد مضبوطوي ، چې په دغه ټوله سیمه کې امن او ثبات راولي . ً

د ملګرو ملتونو سیکرتري جنرل بانکې مون په دغه غوڼده کې ویلي، چی د افغانستان بيا رغونه به سخته او ستونز منه وي، او زیاتوي ملګري ملتونه به ددغه هيواد په بيا ودانولو کې خپل رول لوبوي .
بانکې مون په کانفرنس کي د پاکستان د نه ګډون په اړه وویل چې ښه به دا وه چي پاکستان په دې کانفرنس کې ګډون کړی وای ، او ټينګار يي وکړو چي په افغانستان کې امن او ثبات هله ټينګېدای شي، چي ګاونډيان يي ملاتړ وکړي،

پاکستان د نیټو لخوا د هوايي بريد له وجې د بون د ننۍ غونډی نه بايکاټ کړی دی.
XS
SM
MD
LG