د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرزی:پاکستان د سولې هڅو ته زیان رسوي


د افغانستان ولسمشر حامد کرزی
د افغانستان ولسمشر حامد کرزی

ولسمشر حامد کرزي پر پاکستان تور لګولی چې له طالبانو سره د افغان دولت د سولې هڅې ګډوډي.نوموړي د جرمني چاپ در شپیګل مجلې ته ویلي، په خواشینۍ سره تر دې دمه پاکستان د دې هڅو ملاتړ کول رد کړی دی.

پاکستان وروسته له هغې چې تیره اونۍ د دې هېواد ۲۴ سرتیري د ناټو په هوايي حمله کې ووژل شوه د افغانستان په اړه د بون په کانفرانس کې د ګډون نه کولو اعلان وکړ.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، یو سوله اېیز او باثباته افغانستان د بل هر ګاونډي په پرتله زیات د پاکستان په ګټه دی.

در شپیګل مجلې سره ولسمشر کرزي په خپله مرکه کې چې ټاکل شوې راتلونکې دوشنبې خپره شي، خبر دارۍ ورکړی چې که په افغانستان کې روانه جګړه چې ټولو ته ګواښ دی، ناکامیږي نو دا به د ۲۰۰۱میلادي کال د یولسم سیپتمبر حالاتو ته بیرته د ګرځیدو په معنا وي.

نوموړي له خپل جګړه ځپلي هېواد سره له ۲۰۱۴م کال وروسته چې نړېوال ځواکونه له افغانستانه ووځي، د نړېوالې ټولنې د مرستو د دوام غوښتنه کړې ده.

ښاغلي کرزي زیاته کړې، چې له ۲۰۱۴میلادي کال وروسته به افغانستان لا زیات په لومړۍ کرښه کې وي.

حامد کرزي ویلي، په خواشینۍ سره دا مني چې نه دي توانیدلي چې په افغانستان کې امنیت او ثبات راولي.

نوموړي ویلي دا د دوي لویه ناکامي ده.


دغه راز د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول په بون کې د راتلونکې کانفرانس دمخه بحثونو کې ویلي له ۲۰۱۴م کال وروسته به افغانستان په دوامداره توګه د نړېوالې ټولنې اوږد مهاله مرستو ته اړتیا ولري.


ټاکل شوې چې د نزدې نوي هېوادونه مقامات او د لس ګونو نړېوالو موسسو استازي په بون کې د افغانستان د تیرو لسو کلونو د لاسته راوړنو او د دې هېواد د راتلونکې په اړه خبرې وکړي
XS
SM
MD
LG