د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پېښور پر افغان کډوالو ګرځبندیز لګول شوی


د پېښور جنوب لویدیځ پلو په جلوزو کې د افغان کډوالو یو پنډغالي کې د نانوي پلورنځۍ
د پېښور جنوب لویدیځ پلو په جلوزو کې د افغان کډوالو یو پنډغالي کې د نانوي پلورنځۍ
مجيب الرحمان انګار،پيښور

په پيښور کې د عاشورا د مراسمو په ترڅ کې د درېیو ورځو لپاره پر افغان کډوالو د ګرځيدو بنديز لګیدلی دی.د ښار په لارو کوڅو کې ګڼ شمير امنيتي سرتیري لیدل کیږي،چې د سپکو وسلو سربیره یې درنې وسلې هم پر اوږو وي.

د پېښور د پولیس یوه چارواکي فیروز شاه له مشال ریډیو سره په خبرو کې وویل چې د محرم په لومړیو کې پر افغان کډوالو یې هم یولړ بندیزونو لګولي دي :

)) پر افغان کډوال په ټول ښار کې بندیز لګول شوی دی او له خپلو کورونو او کمپونو به بهر نه راوځي او که چیرته په ښار کې ونیول شي نو د اړوندو قوانینو له مخې درې د درېیو میاشتو قید او نغدي جرمانې سره به مخ کیږي))

افغان کډوال،چې د ښار په ځينې سیمو کې لا له وړاندې د پولیسو له لاسه ښه ورځ نه لري،په دغسې ورځو کې له سختو ستونزو سره مخامخ وي.

بلخوا په پيښور کې د افغانستان جنرال کونسل سید محمد ابراهیم خیل پر کډوالو غږ کړی،چې د ځايي حکومت د نافذه قوانینو په پام کې نیولو سره دې له بیځایه ګرځيدو ډډه وکړي.
نوموړی وايي کونسلګرۍ په دې باب له وړاندې ترتیباب نیولي او هغه افغانان چې په دې او نورو ورځو کې د پولیسو له خوا نیول کیږي زر تر زره دې د کونسلګرۍ په ځانګړې شمیره له دوی سره تماس ونیسي :

(( افغانانو ته که دغسې ستونزې پيښېږي کولی شي د کونسلګرۍ د نوکریوال په شمیره چې څلرویشت ساعته فعاله وي رابطه وکړي او د ځان په اړه دې ټول معلومات ورکړي چې چیرته او په کومه تاڼې کې بندي دی،موږ به سمدستي اقدامات وکړو او د راخلاصولو هڅه به یې وکړو .
شمیره 03009036218 ))

د پولیس افسر فیروز شاه وايي، چې د دې ورځو په مناسبت یې ځانګړی امنيتي پلان ترتیب کړی او د ښار په مرکزي برخو کې یې پر پولیسو سربیره ګڼ شمير ملیشه او نور اضافي سرتیري ځای پرځای کړي چې د ترهګرو پيښو مخه ونیسي.دی زیاتوي:

((د ښار ټولې هغه مرکزي برخې چېرته چې تکیه خانې دي او یا د شعیه ګانو جلوسونه تیریږي هغه ټولې تړل شوي،بازارونه تړل شوي،لارې کوڅې بندې دي او له ماتمیانو پرته هيچاته د تګ راتګ اجازه نشته((

فیروز شاه وايي، دصدر بازار ځینې برخې او دیخوا له خیبر بازاره نیولې تر کوهاټۍ،ګنج او جرنیلي روغتون پورې ټولې سیمې د خلکو پر مخ تړل شوي او هیچا ته ښار ته د ننوتو اجازه نه ورکول کیږي.

د عاشورا ورځ،چې د ټولو مسلمانانو لپاره ډیر ارزښت لري په ټوله اسلامي نړۍ کې د ځانګړیو مراسمو په ترڅ کې لمانځل کیږي.

شيعه ګان دغه ورځ د ځان په وهلو اومذهبي شعارونو په ورکولو سره لمانځي خو سنیان یې په ډيره ارامه فضا کې د خیراتونو په ورکولو،روژې نیولو او د قرآن پاک په ختمونو سره لمانځي.

د خیبر پښتونخوا د نورو سیمو پشان په پيښور کې هم په تیرو څو کلونو کې په دغو مراسمو کې پر شعیه ګانو ځان مرګي بریدونه او چاودنې شوي،چې له همدې وجې پولیسو داځل د ښار شعیه میشتې سیمې کلابندې کړي او په زرګونو کومکي سرتیري یې په ښار کې دننه اوله ښار بهر ځای پر ځای کړي دي.
XS
SM
MD
LG