د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کندهار کې زرګونو بزګرانو ته تخم ورکول کېږي.


د کندهار د ارغنداب راده(سین) پر غاړه د اپیمو بوتۍ ولاړ دی
د کندهار د ارغنداب راده(سین) پر غاړه د اپیمو بوتۍ ولاړ دی
سید شاه سقیم - کندهار

د کندهار د کرهڼي رياست چارواکي وايي چې په دې موخه يې د کندهار د بېلابېلو ولسواليو څلور زره شپږ سوه تنو بزګرانو ته د اصلاح شويو غنم تخم ورکړى دى چې هغوى بيا را روان کال په خپلو ځمکو کې د کوکنارو د بوټو پر ځاى همدغه تخم وکري.

د کندهار د کرهڼي رييس انجينېر احمد شاه روشن وايي تر اوسه پورې اصلاح شوى تخم د کندهار په سپين بولدک، رېګ ، ډنډ او دامان ولسواليو کې وېشل شوى او په پام کې لري چې نورو ولسواليو ته هم دغه پروګرام وغزوي.

د ده په خبره پېنځوس کيلو ګرامه د غنمو تخم ، دوې ګونۍ يوريا او يوه ګونۍ ډي پي د کندهار بزګرانو ته په دوه زره افغانۍ ورکوي.

((دا پروګرام تر اوسه پورې د کندهار په څلورو ولسواليو کې تطبيق شوى دى ، يوه يې ډنډ ، بله يې تخته پول ( رېګ ) ، بله يې دامان او بله يې سپين بولدک ولسوالۍ ده . دغه پروګرام د افغانستان د زراعت د وزارت د پروګرامونو يو برخه ده چې په هره ولسوالۍ کې دولس سوه تنه بزګرانو ته دغه تخم ورکول کېږي. ))

روشن زياتوي چې را روان کال به د ويشل شوي تخم غنم دوى بېرته له بزګران څخه په ښه بيه اخلي او بيا به يې په نورو بزګرانو هم ويشي چې له دې سره په ټول کندهار کې د غنمو تخم اصلاح شي او د کوکنارو د بوټو ځاى ونيسي.

)) که دغه تخم ښه حاصل ورکړ نو را روان کال هم بزګران کولاى شي له مونږ سره په اړيکه کې شي او نور تخم تر لاسه کړي . په دې سربېره به مو را روان کال د همدې تخم غنم په بزګرانو څخه په ښه بيه اخلو او نورو بيا به يې په نورو بزګرانو وېشو . ((

تر دې وړاندې دولت او ځينو خيريه موسسو په کندهار او نورو جنوبي ولايتونو کې په بزګرانو د زاعفرانو تخم هم ويشلى وو چې ويل يې کېداى شي په دې توګه بزګرانو په خپلو ځمکو کې د کوکنارو پر ځاى زعفران وکري .

خو د کندهار ځينې بزګران بيا وايي چې په خپلو ځمکو يې سږ کال زعفران کرلي وو خو اوس دومره څوک نه پيدا کېږي چې په سمه بيه يې ورباندې وپلوري.
XS
SM
MD
LG