د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کندهار کې نشيان په ايډز اخته شوي.


سید شاه سقیم - کندهار

په افغانستان کې د عامي روغتيا د وزارت څخه په يو خپاره شوي راپور کې ويل شوي دي چې په افغانستان کې په ايډز ناروغي د اخته کسانو شمېره د تېر کال په پرتله دوه برابره زياته شوې ده.

د ياد وزرات د چارواکيو په خبره تېر کال په افغانستان کې ټول ټال ۶۳۶ تنه د آيډز په ناروغي اخته وو خو سږ کال دغه شمېره ۱۲۵۰ تنو رسېدلې ده چې زياته برخه يې د هرات او کابل ولايتونو اوسېدونکي دي.

د کندهار د عامي رياست چارواکي بيا وايي چې د تېر کال په پرتله په کندهار کې هم د ايډز په ناروغي د اخته کسانو شمېره زياته شوې ده خو وايي په کندهار په ايډز اخته ټول هغه کسان دي چې نشه يي مواد د پېچکاريو په واسطه يو بل ته لګوي .

د کندهار د عامي روغتيا رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا له مشال راډيو سره د خبرو پر مهال وويل چې سږ کال د افغانستان د نورو سيمو په څېر په کندهار کې هم په ياده ناروغي اخته کسان زيات شوي دي.

دى وايي په کندهار دا مهال په ايډز د اخته شويو کسانو شمېره يوولس تنو ته رسېدلې ده چې څلور تنې يې ښځې دي. او ټوله په نشه يې توکو روږدي کسان دي.
ډاکټر عبدالقيوم پخلا زیاتوي:

(( پروسږ کال زما په ګمان په ټول افغانستان يوازې پېنځه سوه څو تنه په ايډز اخته وو خو سږ کال دغه شمېره ۱۲۵۰ تنو ته رسېدلې ده. په افغانستان کې په ايډز د اخته کسانو زياته برخه هغه کسان دي چې نشه يي مواد د پيچکاريو له لارې بدنونو ته زرقوي. دا مهال په افغانستان کې شل زره تنه نشه يان چې زرقي معتادين دي په افغانستان کې شتون لري، او دغسې کسان د ايډز ناروغي تر نورو زياته خپروي ))

دى وايي که څه هم د ايډز ناروغي د نورو ناروغيو په څېر په لومړي سر کې داسې ښکاره نښې نښانې نه لري خو دوى بيا هم ځينې داسې نښانې په ګوته کې کړې چې په چا کې وليدل شي نو کېداى شي په ياده ناروغي اخته وي.

(( تبه لري، وزن له لاسه ورکوي ، ډوډۍ ته خوا نه کېږي. او له هغه وروسته چې دغه وايرس د بدن په هر غړي بريد وکړ نو سړی د هر ډول ناروغیو په وړاندې مقاومت بایلي مثلا که يې په سږي بريد وکړ ټوخېږي به ، بلغم به لري ، همداسې که يې په کولمو بريد وکړ ناروغ به اسهال لري او وزن به يې کمېږي ، دغسې په نورو برخو هم خو په مجموعو کې د ( ايچ اى وي ) وايرس نورو وايرسونو ته د انسان پر بدن د بريد لپاره زمينه برابروي ))

د عامې روغتيا د رياست چارواکيو په هېواد کې څه باندې دېرش کلنه جګړه ، په خلکو کې د پوهې کموالۍ ، په هېواد کې د يو ميليون نشه يانو شتون او له ګاونډيو هېوادونو سره خلاص سرحدونه د ايډز ناروغي د خپرېدو لامولونه بولي.

په دې وروستيو کې د ملګرو ملتونو د خپاره شوي راپور په اساس دا مهال په ټوله نړۍ کې څلور دېرش ميلونه کسان د ايډز په بې علاجه ناروغي اخته دي .

د خپاره شوي راپور په اساس تر اوسه پورې په ټوله نړۍ کې تر شپږ دېرش ميليونه زياتو کسانو د يادې ناروغي له امله ژوند له لاسه ورکړى دى .
XS
SM
MD
LG