د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بون غونډه د خوشاله او با امنه افغانستان لپاره ده


د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ګېدو ویستروېلې
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ګېدو ویستروېلې
ژباړه: بشیر ګواښ، مشال راډیو

سرچینه: انټرنیشنل هېرالډ ټرېبیون


په انټرنيشنل هيرالډ ټریبيون ورځپاڼه کې د افغانستان د بهرنيوو چارو وزير، زلمي رسول او د جرمني د بهرنيوو چارو وزير ګويدو ویسترويلي ليکلي چې په جرمني کې د بون کنفرانس مقصد دا دی چې د يوه ازاد، په خپل ځان تکيه، باامنه او خوشاله افغانستان لپاره بنسټونه تيار کړل شي.

دوی ليکي چې د افغانستان سره نړيوال سياسي، اقتصادي او امنيتي همکارۍ کوي او د دې مخ پر زياتيدونکو همکاريو سره سره د پوځي ثبات لپاره هم کار روان دی.

د هيراليډ ټریبيون په دې مقاله کې راغلي چې افغانان په دې سلا شوي چې له ۲۰۱۴ کال وروسته د خپل هيواد امنيت پخپله غاړه واخلي او د ۲۰۱۵ کال د شروع کيدو سره به د امنيت ټوله ذمه واري د افغان امنيتي ځواکونو پر غاړه شي خو زيات افغانان پوښتنه کوي چې آيا نړيواله ټولنه به د پخوا په څير افغانستان بيا يوازې کړي او کنه ملاتړ به يې جاري وساتي؟

د افغانستان او جرمني د بهرنيوو چارو وزيران دغې پوښتنې ته په خپله دې مقاله کې د ځواب په ورکولو سره ليکي چې افغانستان به يوازې نه پريښودل کيږي.

دوي وايي چې د بهرنيوو ځواکونو له وتلو وروسته هم بايد نړيواله ټولنه او افغانستان د يو بل سره اړ همکاري وساتي ځکه چې افغانستان يو اوږد مهاله ملاتړ ته ضرورت لري.

د انټرنيشنل هيرالډ ټریبيون ورځپاڼې په دې مقاله کې راغلي چې د بون کنفرانس په ايجنډا کې افغان ځواکونو ته د امنيت سپارلو ملکي برخې ته پام اړول شامل دي.

په دې مانا چې د افغانستان د ملکي ادارو په پياوړي کولو، د قانونونو د اصلاح او د درغليوو د ختمولو لپاره بايد بحث وشي.

ليکوالان وايي چې د بون کنفرانس په ايجنډا کې بله خبره دا ده چې نړيوال دې د ۲۰۱۴ کال وروسته خپله همکاري واضحه کړي. د افغانستان او جرمني د بهرنيو چارووزيران په دې مقاله کې ليکي چې د اوږد مهاله نړيوالې همکارۍ په ترڅ کې بايد نړيوال د افغانستان بيارغونه جاري وساتي، افغان ځواکونو ته د سامانونو او روزنې په ورکولو کې پوره مرسته وکړي او د اقتصاد په برخه کې د افغانستان ناسپړل شوي امکانات د افغانانو او سيمې په ګټه د نړيوالو مخې ته کښيږدي. وزيران ليکي چې د یون د ناستې په ايجنډا کې دريمه خبره دا ده چې نړيوال بايد د افغان حکومت ضد وسله والو سره د خبرو د بهير ملاتړ همداسې جاري وساتي.

په انټرنيشنل هيرالډ ټریبيون ورځپاڼه کې د افغانستان د بهرنيوو چارو وزير، زلمي رسول او د جرمني د بهرنيوو چارو وزير ګويدو ویسترويلي وړاندې ليکي چې په تيرو لسو کلونو کې افغانانو او نړيوالو د ترلاسه کړو برياليتوبونو لپاره ډيرې قربانۍ ورکړي او همدا وجه ده چې افغان په خپل تاريخ کې په یوه بي ساري شمير کې ښوونځيوو ته ځي، کلينيکونه لري او په کلو بانډو کې يې د بيارغونې کارونه دوام لري خو دوی وايي چې د افغانستان د دوامداره ثبات لپاره بايد نړيوال خپل پوره پوره ملاتړ او همکاري جاري وساتي او د بون دا کانفرنس د دغې ژمنتيا د ښودلو ښه موقع ده.
XS
SM
MD
LG